متن کنفرانس هفته وار سخنگوی وزارت امور خارجه 25 حمل 1392


متن کنفرانس مطبوعاتی هفته وار جانان موسی زی، سخنگو و رئیس اطلاعات عامه
وزارت امور خارجه جمهوری اسلامی افغانستان



تاریخ : یکشنبه ۲۵ حمل ۱۳۹۲
محل:سالون تشریفات
زمان :ساعت ۲:۳۰بعد از ظهر

د لوی او بښونکی خدای په نامه
د بهرنیو چارو وزارت اوونیز خبری کنفرانس ته ډیر ښه راغلاست. بښنه غواړم چی زموږ او تاسو نننی خبری کنفرانس د سهار نه پس له غرمی ته لږڅه معطل شو.
په لومړی سر کی غواړم فقط دری ټکو ته لنډه اشاره وکړم، هغه دا چی نن د بهرنیو چارو وزیر ښاغلی ډاکټر زلمی رسول په جدۀ کی ده او هلته په میانمار یا برما کی د روهنګیه (Rohingya) مسلمانانو د وضعی په هکله باندی د اسلامی هیوادونو د همکاریو د سازمان د تماس د ګروپ په جلسه کی اشتراک کوی، په دی ګروپ کی یوولس هیوادونه او د اسلامی همکاریو سازمان سرمنشی عضویت لری البته د افغانستان دولت په برما کی د روهنګیه مسلمانانو د اسفناکی وضعی په هلکه خپله شدیده اندیښنه مخکی هم بیان کړی وه او اوس هم موږ دا خشونت او هغه ظلم او زیاتی چی د روهنګیه مسلمانانو سره په میانمار کی کیږی، په شدیدو الفاظو باندی غندو او هیله من یو چی وکولای شو د نورو اسلامی هیوادونو سره یو ځای د دی ستونزی د حل په لاره کی یو څه مثبت او رغنده ګامونه پورته کړو، او هیله من یو چی د برما حکومت چی دا مسوولیت لری وکولای شی او دا جدیت وښیی ترڅو روهنګیه مسلمانانو د وضعی لپاره موجوده اسفناک حالت لپاره یوه سوله ییزه سیاسی حل لاره پیدا کړی.
البته د تماس په دی ګروپ کی د افغانستان تر څنګ سعودی، ترکیه، متحده امارات، مالیزیا،اندونیزیا، بلنګه دیش، سینیګال، مصر او جیبوتی شامل دی او په څنګ کی یی د OIC یا د اسلامی هیوادونو د سازمان سرمنشی هم په دی کی غړیتوب لری.
د جدی له غونډی څخه وروسته به د بهرنیو چارو وزیر لندن ته سفر کوی تر څو هلته د افغانستان د اسلامی جمهوریت په نمایندګی د بریتانیا د پخوانی صدراعظمی میرمن مارګریت تاچر په جنازه کی ګډون وکړی.
دریمه موضوع دا چی لکه څنګه چی مطبوعاتو کی هم راغلی دی د اندونیزیا سواحلو  ته نږدی یوه کشتی ډوبه شوی ده چی په هغه کی د ابتدایی معلوماتو په اساس چی زموږ سفارت په جاکارتا کی د اندونیزیایی چارواکو څخه او خاصتاً د اندونیزیا د نجات له اداری څخه تر لاسه کړی دی، څوارلس مړی تر لاسه شوی دی، ولی تر اوسه پوری د هغو هویت نه دی تثبیت شوی چی دوی د کوم هیواد دی، ولی زموږ سفارت په جاکارتا کی د اندونیزیایی چارواکو سره په دایمی تماس کی ده او دا موضوع په ډیر جدیت باندی تعقیبوی ترڅو موږ ځان مطمئن کړو چی په دی کسانو کی آیا افغان وګړی شامل دی او که نه.
سوال ها و جواب ها
سوال:
محمدی از بی بی سی. سوال من راجع به تفاهم نامه افغانستان و امریکا بود که کار آن به کجا رسیده است، بالاخره توانسته اید طرف امریکایی را قناعت بدهید یا خیر؟
موسی زی: همان طوری که خبر دارید مذاکرات روی یک موافقت نامه امنیتی دو جانبه بین افغانستان و ایالات متحده امریکا در ماه نوامبر سال گذشته میلادی آعاز شد. سه دور این مذاکرات در کابل بین هیئت های مذاکره کننده دو کشور در فضای مثبت و سازنده صورت گرفته است و هنوز هم مشورت ها بین دو طرف ادامه دارد.  قسمی که قبلاً هم جلالتمآب حامد کرزی، رئیس جمهوری به این موضوع به تکرار اشاره کرده اند، آماده و حاضراست تا یک موافقت نامه امنیتی دو جانبه را با ایالات متحده امریکا که در  برگیرنده منافع ملی و احترام کامل به حاکمیت ملی افغانستان باشد، امضاء کند. باید گفت مشورت های و کارهای دولت افغانستان در این مورد و هم چنان در مشورت با ایالات متحده امریکا ادامه دارد.
سوال:
حبیب الله احمدی از تلویزیون آرزو. گزارش هایی وجود دارند که گفته میشود بسیاری از کشورهای عضو ناتو خواهان حضور نظامی بعد از سال 2014 هستند. چنانچه نخست وزیر جمهوری چک در دیدار با رئیس جمهوری گفت که آنها علاقه دارند که پس از 2014 نیروهای نظامی این کشور در افغانستان باقی بماند. نظر حکومت افغانستان در این باره چیست و اگر ممکن باشد در این رابطه بگویید که چند کشور خواهان حضور نظامی بعد از 2014 در افغانستان هستند و کدام کشورها می باشند؟
موسی زی: دولت افغانستان در ده/دوازده سال گذشته با سازمان ناتو و کشورهای عضو ناتو رابطه و همکاری بسیار نزدیکی داشته است. ما امیدوار هستیم که بتوانیم همکاری های افغانستان را با کشورهای عضو ناتو نه تنها در عرصه دفاعی و امنیتی بلکه در سایر عرصه های همکاری های سیاسی، اقتصادی  فرهنگی و روابط مردم با مردم ادامه داده و این روابط را هر چه بیشتر توسعه داده و تقویت نماییم.
 قسمی که شما هم در جریان هستید، دولت جمهوری اسلامی افغانستان با یک تعداد کشورهای عمدة عضو ناتو موافقت نامه های همکاری های استراتیژیک دراز مدت را به شمول فرانسه، آلمان، بریتانیا و کشورهای دیگری مانند آسترالیا که عضو سازمان ناتو نیستند، اما در چارچوب آیساف در افغانستان نیروهای امنیتی دارند، امضاء نموده است. دولت افغانستان موضوع تداوم همکاری های مشخصاً امنیتی و دفاعی را با سازمان ناتو و هم چنان کشورهای عضو ناتو با جدیت و علاقمندی زیر غور و بررسی دارد. در این مورد صحبت ها و مذاکرات هم در سطح رئیس جمهوری اسلامی افغانستان با مقامات ناتو، رهبران کشورهای ناتو صورت گرفته است  و هم در سطح وزرا به شمول وزیر امور خارجه افغانستان.
 قرار است در آینده نزدیک یک جلسه وزرای خارجه کشورهای ناتو در بروکسل دایر شود که انشاالله وزیر امور خارجه افغانستان هم در آن اشتراک خواهند کرد و نکات نظر دولت افغانستان را در رابطه به چگونگی رابطه امنیتی با ناتو و کشورهای عضو ناتو پس از 2014، مطرح خواهد کرد. اما در کل در رابطه به اصل تداوم همکاری ها و روابط ما با ناتو، دولت افغانستان کاملاً علاقمند به توسعه و گسترش هر چه بیشتر روابط و همکاری های خود با سازمان ناتو و کشورهای عضو ناتو بر اساس اصول مشخص مثل در نظر گرفتن منافع ملی افغانستان، تأمین امنیت، صلح، و تقویت نهاد های امنیتی افغانستان به شمول قوای امنیتی ملی کشور می باشد و آماده است تا با ناتو همکاری ها و روابط خود را ادامه داده و تقویت ببخشد.
پوښتنه:
شمس د خورشید تلویزیون خبریال- طالبان په قطر کی په طمع دی چی هغوی ته په قطر کی دفتر پرانیستل شی، خو تر اوسه پوری دوی ته هلته دفتر نه دی پرانیستل شوی، اصلی موانع څه دی چی تر اوسه نه دی پرانیستل شوی؟
موسی زی: د افغانستان دولت موقف په دی هکله ډیر روښانه ده، موږ په قطر کی د مذاکراتو د یوه دفتر د پرانیستلو سره موافقه لرو، تر څو د دی دفتر له لاری د سولی عالی شورا وکولای شی د طالبانو د با صلاحیته او پیژندل شویو مشرانو او نمایندګانو سره تماس ونیسی او له هغو سره مذاکرت تر سره کړی، د دی دفتر د ایجادولو په هکله موږ خپل اصول او شرایط هم اعلان کړی دی چی هغه د افغانستان د خلکو او د افغانستان د یوی تاریخی دودیزی لویی جرګی له خوا ټاکل شوی وو، په هغه کی د افغانستان د اسلامی جمهوریت اساسی قانون ته احترام، د طالبانو له خوا د یوی اعلامیی صادرول دی چی د القاعده سره خپلی اړیکی پری کړی او طالبان دی ته آمادګی وښیی چی مستقیماً د افغانستان دولت او یا مشخصاً د افغانستان د سولی عالی شورا سره خبرو اترو ته تیار دی، لکه څنګه چی موږ مخکی هم اشاره کړی وه، اوس د طالبانو وار ده چی دا راز صریحه اعلامیه ورکړی، چی دوی د القاعده سره خپلی اړیکی پری کړی دی او یا یی پری کوی او دوهم دا چی د افغانستان د سولی عالی شورا سره چی هغه د ټول هیواد او د هیواد د ټولو سیاسی ډلو نمایندګی کوی د دی شورا سره د خبرو او  مذاکراتو لپاره تیار دی، د افغانستان دولت هم د بهرنیو چارو وزیر، هم د سولی د عالی شورا د رییس او هم د ولسمشر په سطحه د داسی یوه دفتر د پرانیستلو سره خپله موافقه البته د مطرحو اصولو او شرایطو په اساس باندی اعلان کړی.
پوښتنه:
معصوم د آزادی راډیو خبریال- په ځينو رسنیو کی داسی رپورټونه راغلی، چی د طالبانو یو شمیر استازی په دی ورستیو کی قطر ته رسیدلی دی، آیا افغان حکومت خبر دی، یا داسی مسایل تاسو ته هم رارسیدلی دی، چی رښتیا هم طالبانو خپل ځینی استازی  لیږلی؟
موسی زی: دا مطبوعاتی راپورونه موږ هم اوریدلی دی ولی هغه څه چی په قطر کی د دفتر د پرانیستلو په هکله مهمه ده هغه ته ما مخکی اشاره وکړه، د افغانستان دولت د داسی یو دفتر د پرانیستلو سره موافقه لری، ولی طالبان باید خپل موقف چی موږ ته یی په مستقیمو او غیر مستقیمو تماسونو کی ویلی دی او هغه دا چی دوی د سولی د پروسی طرفدار دی او دی ته تیار دی چی د افغانستان د دولت او د سولی د عالی شورا سره د مذاکراتو په یوه پروسه کی شامل شی، دا دریځ دی په روښانه او علنی توګه اعلان کړی، او انشاءالله دا دفتر به جوړ شی، او مستقیم تماس او مذاکرات به د طالبانو سره پیل شی.
که نوری پوښتنی نه وی په آخر کی دوه ټکی د هغو اجسادو په هکله چی په ایران کی پاتی وو، د هغی ترافیکی پیښی څخه وروسته چی تیره اونی په کرمان کی پیښه شوی وو، نن په تهران کی افغانستان سفارت د هڅو  په اساس باندی دا مړی ټول وخپلو اقاربو ته تسلیم شوی دی او انشاءالله چی نن به بیرته هیواد ته را انتقال شی، البته دا مړی د کرمان ولایت د بم په ولسوالی کی په یوه روغتون کی ساتل کیدل او دی سیمی ته نږدی تیره اونی په یوه ترافیکی یوه غمیزه پیښه کی تلف شوی وو.
سوال:
قیومی از روزنامه افغانستان تایمز. موضوع اعزام افغان ها از طرف ایران به سوریه و حمایت آنها تا کجا برای شما معلوم شده و چقدر واقعیت دارد؟
موسی زی: بر اساس تحقیقاتی که از هفته گذشته تا به حال وزارت امور خارجه انجام داده است، گزارش های مبنی بر دخیل بودن افغان ها  در جنگ سوریه  کاملاً نادرست است. البته موقف دولت افغانستان در قبال وضعیت سوریه هم روشن است و آن هم این که دولت افغانستان از ادامه خشونت ها در سوریه شدیداً نگران است. ما امیدوار هستیم تا هم دولت سوریه و هم مخالفین دولت سوریه بتوانند به زودترین فرصت برای ختم خشونت و جنگ در این کشور یک راه حل سیاسی  پیدا کنند.
سوال:
احمدی از تلویزیون آرزو. رئیس جمهوری بعد از شنیدن اظهارات هیئت حقیقت یاب به کنر، یک بار دیگر حمله هوایی نیروهای ناتو را خلاف فرمانش دانست. چرا تا به حال دولت افغانستان در این زمینه با مراجع بین المللی وارد صحبت نشده است؟
موسی زی: دولت افغانستان با تمام کشورهایی که در افغانستان چه حضور دیپلوماتیک دارند و چه هم حضور امنیتی، در تماس دایمی است. در رابطه به اظهاراتی که از طرف ارگ ریاست جمهوری صورت گرفته است تبصرة بیشتر ندارم چون آن اعلامیه هم مفصل و هم روشن و واضح بود.
موسی زی: در رابطه به قانون کارکنان دیپلوماتیک که  چندی قبل ازطرف  شورای ملی تصویب شده و به جلالتمآب رئیس جمهوری ارسال گردید و از طرف آنها هم امضاء شد، اما به تاریخ 14حمل سال جاری ستره محکمه کشور در رابطه به این قانون یک قرار را صادر کردند که یکی از بخش های عمدة یا اساسی شان را خدمت شما قرائت میکنم.
البته وزارت امورخارجه بخش از قوه اجرائیوی دولت  جمهوری اسلامی افغانستان است ملزم به تطبیق تمام قوانین است  که ازطرف شورای ملی  تصویب میشود بعد از توشیح جلالتماب رئیس جمهوری در جریده رسمی به نشر میرسد. اما در رابطه به این قانون ستره محکمه کشور یک قرار را صادر کرده و در قسمت عمده قرار آمده که من آن را نقل قول می کنم:
"تزئید قید تابعیت واحد برای کارکنان دیپلوماتیک و قونسلی که در قانون کارکنان دپیلوماتیک و  قونسلی در فقره اول ماده پنجم که چنین مشعر است ، کارکنان دیپلوماتیک و همسران شان تنها تابعیت جهموری اسلامی افغانستان را داشته باشند همچنان ماده هشتم قانون مذکور که چنین حکم مینماید".
"با انفاذ این قانون اشخاص دارای تابعیت دومی و سومی وظایف قونسلی و دیپلوماتیک شان ختم میگردد. در مغایرت صریح و روشن با احکام قانون اساسی قرار دارد."
شورای عالی ستره محکمه به تاسی از ماده 121 قانون اساسی به لغو دو ماده مذکور نظر به مغایرت آن با قانون اساسی حکم خود را صادر می نماید، نظر به این حکم ستره محکمه، وزارت امور خارجه در تطبیق بقیه قانون مذکور وظیفه دارد تا آنرا به صورت مکمل تطبیق نماید.
سوال:
تا حال شش ماه از آن میگذرد، چرا عملی نگردیده، حالانکه بعد از امضای رئیس جمهوری به حیث قانون تطبیق شده و وزارت خارجه چرا این قانون را تطبیق ننموده است؟
موسی زی: مساله شش ماه اصلاً مطرح نیست، قانون در چند هفته گذشته از طرف جلالتماب رئیس جمهوری امضاء شد و بعد از کمتر از یک هفته ستره محکمه دولت جمهوری اسلامی افغانستان به صفت یک ارگان، یک رکن مستقل ساختار دولت افغانستان حکم صادر کرد و دو مورد مشخص که ارتباط می گیرد به فعالیت کارمندان دارای تابعیت مضاعف، آنها را ملغی قرار داده و البته وزارت امور خارجه در تطبیق بقیه قانون وظیفه دارد و تعهد کامل دارد تا آن تطبیق شود.
دیر مننه/ تشکر