Ministry of Foreign Affairs of Afghanistan

۱۱ رَبِيع ٱلْأَوَّل ۱۴۴۵

افغانستان لپاره د پاکستان هیواد شارژدافېئر محترم عبیدالرحمن نظاماني د ا.ا.ا. بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي سره وکتل.

په دې کتنه کې د بېلابېلو موضوعاتو تر څنګ د تورخم دروازې پر ستونزو، په پاکستان کې د افغان مهاجرو د نیونې او په کراچي ښار کې د افغان سوداګرو د ټرانزیټي اموالو د بندیز په اړه مفصلې خبرې وشوې.
په دې کتنه کې دواړو لوریو ټینګار وکړ چې پورتنیو موضوعاتو د حل په اړه ژر تر ژره اقدامات ترسره شي، او په راتلونکي کې د دې ډول پېښو د رامنځته کېدو مخنیوی وشي.

Read Previous

د افغانستان لپاره د چین ولسي جمهوریت نوي ټاکل شوي سفیر، خپل د باورلیک کاپی د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي ته تقدیم کړ

Read Next

د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت په یمن کې د دایمي اوربند د رامنځ ته کولو په موخه د سعودي عربستان او د عمان د سلطنت د هڅو هرکلی کوي او دغه اقدام د یمن په جمهوریت کې د سولې او ثبات د ټینګښت په موخه د هغه هیواد د خلکو په ګټه بولي،

Leave a Reply