Ministry of Foreign Affairs of Afghanistan

۱۱ رَبِيع ٱلْأَوَّل ۱۴۴۵

ایران د بهرنیو چارو وزیر رسنیو ته ویلي چي د داعش مشران له عراق، سوریې او لیبیا څخه افغانستان ته نقل شوي چي حقیقت نه لري او موږ یې ردوو

د افغانستان اسلامي امارت امنيتي ځواکونو هم د اشغال پرمهال او هم د اشغال له پای وروسته د داعش پرخلاف جدي او منظمه مبارزه کړې چې په پايله کې يادې ډلې خپله تخريبي وړتيا له لاسه ورکړې ده.

کچیرې ایران هیواد افغانستان ته د داعشیانو اړولو په هکله معلومات لري هیله ده چې شریک یې کړي ترڅو یې د افغانستان امنیتي ځواکونه په اړه لازم اجراات وکړي.د يادونې وړ ده چې افغانستان له يادو عربي هېوادونو سره ګډه پوله نه لري، د دې‌ پر ځای چې په نورو مسوليت واچول شي، ښه داده چې هېوادونه د خپلو پولو د خونديتوب په برخه کې نړيوال مکلفيتونه ترسره کړي.

اسلامي امارت هيڅ چا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان ملي امنيت ته کواښ پيښ کړي هم زموږ خاوره د بل چا په ضد وکاروي.

ایراني چارواکو ته په کار ده چي د افغانستان په اړه د تشویش اچونکو څرګندونو پرځای د دواړو همسایه او دوستو هیوادونو او ولسونو ترمنځ په رغنده اقتصادي، سیاسي او ټولنیزو اړیکوتمرکز وکړي.

Read Previous

ا.ا.ا. د بهرنیو چارو وزارت د قونسلۍ ریاست د هلو ځلو په پایله کې د دوست هیواد ترکیې په همکارۍ په استمبول ښار کې دهيواد د جنرال کونسلګري له لوري ترکیه مېشتو نویو زېږېدلو افغان ماشومانو لپاره د پاسپورتونو دچاپ او توزېع لړي پیل شوه.

Read Next

اطلاعیه عام تصمیم اعطای قرارداد

Leave a Reply