۲۷ ذُو ٱلْقَعْدَة ۱۴۴۳

‏بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیرخان متقي سره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په برخه کې له فغانستانه ځانګړي راپور ورکونکي ښاغلي ریچارډ بینټ وکتل.

په دغه کتنه کې ښاغلي ریچارډ بینټ افغانستان ته د خپل راتګ موخه، ورکړل شوی ماموریت او کاري پلان په اړه معلومات وړاندي کړل.‏محترم متقي صاحب له ښاغلي ریچارډ څخه وغوښتل چې باید په حقایقو ولاړ مستند راپور وړاندي کړي، نه دا چې د رسنیو، مغرضو کړیو او له افغانستان څخه د بهر مخالفو اشخاصو په قول قضاوت وشي.‏دغه راز متقي صاحب ځانګړي راپور ورکونکي ته د پوهاوي په پار هغه ته د افغانانو د دیني او فرهنګي ارزښتنونو، کلتوري ځانګړنو اړوند معلومات ورکړل تر څو یې د راپور د چمتو کولو او د څېړنو په وخت په نظر کې ونیسي.‏ښاغلي ریچارډ بینټ د ناستې په پای کې له متقي صاحب څخه ځانګړې مننه وکړه چې د نوي حکومت په راتګ سره یې د مثبتو تحولاتو، فعلي وضعیت، بشري حقونو، او د افغان ټولنې د عامه انځور اړوند مهم معلومات ورسره شریک کړل نوموړي ژمنه وکړه چي راپور به یې په حقایقو بنا وي.

MFA _Afghanistan

Read Previous

‏بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیرخان متقي سره د افغانستان لپاره د جاپان سفیر تاکاشي اوکادا لیدنه او پر یو شمېر مهمو موضوعاتو خبرې وکړې.

Read Next

‏د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیر خان متقي صاحب سره په کابل کې د او آی سي د فتر رئیس ښاغلي دوکتور محمد سعید آل عیاش وکتل.

Leave a Reply