Ministry of Foreign Affairs of Afghanistan

۱۱ رَبِيع ٱلْأَوَّل ۱۴۴۵

بې‌وزلو افغانانو سره بهرنیو بشري مرستو کې د ا. ا. ا. د استفادې د ادعا په تړاو د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه

په رسنیو کې د خپروو شویو خبرونو له مخې، په افغانستان کې د بشري مرستو د مدیریت په باب د امریکا متحده ایالتونو د نړیوالې پراختیايي ادارې په سپارښتنه یوه چمتو شوي راپور کې ادعا شوې چې ګواکې د افغانستان اسلامي امارت بېوزلو افغانانو سره نړیوالو بشري مرستو ته د «یوې عایداتي سرچینې» په سترګه ګوري.
دغه ادعا له ځمکنیو واقعیتونو سره په ټکر کې ده او په کلکه یې ردوو.
د افغانستان اسلامي امارت د یوه مسؤول حکومت په توګه نه یوازې دا چې نړیوالو بشري مرستو ته لازمې اسانتیاوې چمتو کړي، بلکې افغان حکومت په خپله هم د ټولو یواړخیزو او غیرقانوني بندیزونو سره سره له خپلو کورنیو عوایدو څخه هر کال د خپلو سوونه زره اړمنو هېوادوالو لاسنیوی کړی دی.
اسلامي امارت هره میاشت تر ۳۵۰زرو یتیمانو، تر ١٩٠ زرو معلولینو، تر ٨٠ زرو کونډو او لسګونو زرو پخوانیو سوالګرو ته هره میاشت کفاله ورکوي. پر دې سربېره ٨٠ زره د مخدره توکو معتادین په پړاویز ډول تر درملنې لاندې دي. دغو بېلګو ته په پام سره چې اسلامي امارت په خپله بودیجه کې بشري مرستو ته پاموړ برخه ځانګړې کړې ده، غیر واقعي برېښي چې بیا دې له نړیوالو بشري مرستو څخه ګټه پورته کړي.
په دې راپور کې هڅه شوې چې د ملګرو ملتونو د مرستندویه ټولنو د بدنامولو په موخه تورونه ولګوي، او متحده ایالتونه په افغانستان کې د شته بشري ناخوالو د یوه مسؤول لوري په توګه له خپلو نړیوالو مکلفیتونو ځان خلاص او خپلې کړنې توجیه کړي.
اسلامي امارت د دغه ډول افواهاتو خپرولو پرځای مثبت تعامل د دواړو لوریو په ګټه بولي او د فشار د نورو ابزارو له لاسه ورکولو وروسته اوس بشري مرستې د فشار د ابزار په توګه کارول پخپله بشرضد کړنه بولي.

Read Previous

د افغانستان اسلامي امارت او د ملګرو ملتونو ادارو تر مينځ د همغږۍ ناسته د بهرنيو چارو وزارت په ستوري ماڼۍ کې تر سره شوه

Read Next

‏د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو وزارت، په تهران کې د افغان سفارت او زاهدان کې د هیواد جنرال کونسلګرۍ په ځانګړو هڅو ٣٢ افغانان چې ماشومان هم پکي شامل وو د ایران په زاهدان ښار کي د ځایي حکومت له لوري د قانوني اسنادو د نشتون له کبله نیول شوي وو.

Leave a Reply