۲۷ ذُو ٱلْقَعْدَة ۱۴۴۳

تيره ورځ د افغانستان اسلامي امارت لوړ رتبه پلاوي د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي په مشرۍ د ترکیې د ناورين او بيړني حالاتو مدیریت رئيس ښاغلي يونس سيزر او مل هیئت سره وکتل.

په ليدنه کې ښاغلي سیزر وويل چې دوئ تيار دي د مهاجرینو او بيړنيو حالاتو لپاره په روزنه او بشري مرستو په برخه کي له افغانستان سره کومک وکړي محترم متقي صاحب له دوئ مننه وکړه او غوښتنه يې وکړه چې د ژمی له راتګ مخکې بايد له هیواد لیري پرتو سیمو ته مرستې ورسول شې او اسلامي امارت به یې په رسولو او مدیریت کي مرسته وکړی.

MFA _Afghanistan

Read Previous

نن د افغانستان اسلامي امارت لوړ رتبه پلاوي د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي په مشرۍ د ترکیې هیواد د بهرنیو چارو وزیر محترم چاوس اغلو او یو شمیر نورو وزارتونو له لوړ رتبه شخصیتو جوړ ګډ هیئت سره وکتل.

Read Next

نن ماښام د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر د افغان پلاوي په درناوي کي میلمستیا کړې وه چی د ترکیې حکومت کن شمیر لوړ رتبه چارواکو هم پکي ګډون کړی و او په ډیره صمیمانه فضاء کي د دواړو هیوادو په اړیکو او اړونده موضوعاتو خبري وشوي.

Leave a Reply