تېر ماښام د ا. ا. ا. د بهرنیو چارو وزیر په مشرۍ د افغان پلاوي په ویاړ د ازبکستان د ملي امنیت شورا مرستیال او په بهرني سیاست کې د ولسمشر د ځانګړي استازي عبدالعزیز کاملوف له خوا د ماښامنۍ تابیا شوې وه.

په دې ماښامنۍ کې د افغانستان لپاره د ازبکستان د ولسمشر ځانګړي استازي عصمت الله ایرګاشوف او د بهرنیو چارو وزارت چارواکو ګډون درلود. د افغانستان له خوا د بهرنیو چارو وزیر تر څنګ، د ماليې وزیر ملا هدایت الله بدري او د افغانستان په اړه د تاشکند نړیوال کانفرانس کې ګډون کوونکي پلاوي شرکت کړی و.
په مجلس کې د بهرنیو چارو وزیر او ښاغلي کاملوف ترمنځ د افغانستان او ازبکستان ترمنځ پر ځینو مهمو زیربنايي پروژو هراړخیزې خبرې وشوې. د خبرو اصلي محورونه د ترمذ-مزارشریف-کابل-پېښور د رېل پټلۍ د ساحې سروې او د چارو عملي پيل وو.

MFA _Afghanistan

Read Previous

نن د بهرنیو له وزیر مولوي امیرخان متقي سره په کابل کې د اروپايي اتحادیې د استازولۍ شارژده پیر ارنوټ پاول وکتل او پر ګڼو مهمو موضوعاتو یې خبرې وکړې.

Read Next

نن د ا. ا. ا. د بهرنیو چارو وزیر محترم مولوي امیر خان متقي په مشرۍ افغان پلاوي په تاشکند کې د ازبکستان د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر ښاغلي ویلادیمیر نوروف سره وکتل.

Leave a Reply