۱۳ شَوَّال ۱۴۴۵

د ااا د بهرنیو چارو وزیر محترم مولوي امیرخان متقي نن د پاکستان د بهرنيو چارو وزير سره وکتل.

د اسلامي همکاریو سازمان جوړېدونکي کنفرانس کې د ګډون په موخه اسلام اباد ته له رسیدو سره سم محترم متقي د پاکستاني سيال او يو شمير نورو هيوادونو له استازو سره جلا جلا وکتل.محترم متقي صاحب د پاکستان په کوربتوب او د سعودي عربستان په همکارۍ جوړيدونکی فوق العاده غونډه د افغانستان په اړه يو ښه اقدام وباله، او د هغوی هڅي يې وستايلي. او هيله يې څرګنده کړه چې دا غونډه د افغانستان د سياسي او بشري ستونزو په حل کې اغيزمنه ثابته شي.