Ministry of Foreign Affairs of Afghanistan

۱۱ رَبِيع ٱلْأَوَّل ۱۴۴۵

‏د ازبکستان ځانګړي استازي ښاغلي عصمت ارګاشيف او ورسره مل پلاوي د ا.ا.ا د بهرنيو چارو وزارت له سياسي معين الحاج شير محمد عباس ستانکزي سره وکتل.

په دې کتنه کې ښاغلي ارګاشيف د افغانستان اسلامي امارت سره د خپلو حسنه اړيکو د يادونې تر څنګ وويل: زمونږ د بهرنيو چارو وزارت معين ‏د دواړو هېوادونو د تجارت د غني کولو په موخه؛ د وړ ځای جوړول پيل کړي، چې دا مهال تر کار لاندی دی.
ده همدا راز افغان تجارانو ته د ويزو د صدور او اسانتياوو برابولو په برخه کې د يو منظم ميکانېزم له جوړونې څخه هم يادونه وکړه.
ښاغلي ارګاشيف امنيت ته په اشاري زياته کړه،مونږ يواځې تېر کال تر ۶۰۰۰ ټنو پورې تجارتي اموال د افغانستان له لارې پاکستان ته ولېږدول، چې په تېرو وختونو کې دغه لېږد ناشونی ګڼل کېده.
ښاغلي ستانکزي هم د ښه راغلاست وروسته ؛ د ازبکستان هېواد له ښو اړيکو، بشر دوستانه مرستو او د ښه ګاونډيتوب ستاينه وکړه.او زياته يې کړه؛ د تجارت او ټرانزيټ په برخه کې د تساهل په موخه اړينه ده، چې د ازبکستان، افغانستان او پاکستان تر منځ يو داسې هر اړخيز ميکانېزم جوړ شي، چې امنيتي وضعیت ته په پام سره مو په تجارتي او ټرانزيټي برخه کې لازمې اسانتياوې رامنځ ته کړي.

Read Previous

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي د ایران اسلامي جمهوریت د استازو مجلس له ٧ کسیز هیأت سره چې جواد کریمی قدوسی يې مشري کوله، نن په کابل کې وکتل.

Read Next

د ١٤٠٢ هجري شمسي کال د سنبلې ۷ مه، اسلام آباد کې د افغانستان سفارت او کراچۍ کې د هېواد جنرل کونسلګرۍ د هلو ځلو په ترڅ کې د پاکستان هیواد د سیند ایالت له زندانونو څخه ۷۵ تنه افغان بندیان را خلاص او په دولتي مصارفو خپل هیواد ته را ولیږل شول.

Leave a Reply