۰۹ شَوَّال ۱۴۴۵

‏د اسلامي امارت لوړپوړو چارواکو وطن ته د کابل پخوانۍ ادارې د سولې چارو وزیر راتګ ته هرکلی ووایه

نن د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو وزیر محترم مولوي امیر خان متقي، د امربالمعروف و نهي عن المنکر وزير محترم شيخ محمد خالد الحنفي او د ا.ا. د مرکچي پلاوي غړی محترم حافط انس حقاني د بهرنیو چارو‏وزارت کې د پخوانۍ ادارې د سولې په چارو کې د دولت وزیر او د مرکچي پلاوي غړي محترم عبدالسلام رحیمي ته هرکلی ووایه.
د بهرنیو چارو وزیر وطن ته د ښاغلي رحیمي په راتللو خوښي وښوده او په خپل وطن کې یې د باعزته ژوند کولو ډاډ ورکړ.
د بهرنیو چارو وزیر د هغو افغانانو د ژوند شرایطو په باب ‏هم اندېښنه څرګنده کړه چې له هېواده بهر په کمپونو کې سخت ژوند تېروي او هیله یې څرګنده کړه چې وطن ته راوګرځي او په خپل وطن کې خوشاله ژوند ولري. ښاغلي متقي وویل، د نظر تفاوتونه یوه طبیعي چاره ده او اسلامي امارت ورته احترام لري، خو دین او وطن د ټولو مشترک دی او د افغانستان خدمت د‏ټولو ګډه موخه ده.
ښاغلي رحیمي وویل، خوښ یم چې خپل هیواد ته راغلم او له نوي حکومت سره راغلی مثبت بدلون د ستایلو او مننې وړ دی. ښاغلي رحیمي د شته ننګونو او د امارت د چارواکو د هڅو و هاند په تړاو چارواکو ته د لا لوړې حوصلې او زغم غوښتنه وکړه او زیاته یې کړه چې د نوي حکومت په ډيرو‏کمو امکاناتو چارې روانې او ښې ساتلې دي. ښاغلي رحیمي وویل، دمګړۍ په کوردننه او بهر د پاموړ تهدیدونه او خنډونه وجود نه لري.
یاده دې وی دې ناسته کې محترم شیخ محمد خالد الحنفي اومحترم حافظ انس حقاني په خپل وار ښاغلي رحیمي ته هرکلی ووایه اووطن ته یې د بیا راتګ له امله خوښي څرګنده کړه.