‏د افغانستان اسلامي امارت او د امریکا متحده ایالاتو ترمنځ د مخامخ تفاهم او مثبتو اړیکو په پایله کې د ګوانتنامو مظلوم بندي اسدالله هارون د خلاصون هرکلی کوو او دا پرمختګ د دوو اړخيزو اړيکو د پراختيا پر لور يو مثبت او ګټور ګام بولو.

‏د افغانستان اسلامي امارت د امریکا په ګډون له ټولې نړۍ سره پر دوو اړخیزو” همکاریو ولاړې مثبتې او رغنده اړیکي غواړي. په داسې وضعيت کې چې د افغانستان ولس سیلابونو او زلزلې ځپلی او بشري مرستو ته سخته اړتيا لري، له متحده ايالاتو يو ځل بيا غوښتنه کوو چې پر افغان بانکي سيسټم ‏بنديزونه لرې کړي تر څو د بشري مرستو د لېږد پروسه چټکه او اسانه شي. همدارنګه د افغان بانکي شتمنیو کنګل هم نور ختم کړي.

د ا.ا.ا همداراز هیله لري چې په ګوانتنامو کې پاته یوازینی افغان مظلوم بندي محمد رحیم سکندر هم ازاد او په خپل هیواد کې له خپلې کورنۍ سره یو ځای شي.

MFA _Afghanistan

Read Previous

‏د افغانستان اسلامي امارت د هندوستان د هغې پریکړې هرکلی کوي چې یو ځل بیایې په کابل کې خپل سفارت ته دیپلوماتان او کاري ټیم را واستول او غواړي چې د افغان ولس سره خپلو اړیکو او بشري مرستو ته ادامه ورکړي.

Read Next

په ډیره خواشینۍ مو خبر ترلاسه کړ چې د اسلامي نړۍ لوی عالم، ستر داعي او د لکونو انسانانو روزونکی او استاذ، شیخ محمود افندي په حق رسیدلی.

Leave a Reply