
د دواړو لوریو تر منځ د اعتماد جوړونې، په دغه لاره کي د عملي قدمونو اخيستلو، تورو لستونو او بندیزونو لیري کولو، د افغانستان بانک زیرمو ازادولو، د افغانستان اقتصادي ثبات ساتلو،مخدره موادو پر خلاف د مبارزې او بشري حقونو پر موضوعاتو خبرې وشوې.
د افغانستان اسلامي امارت يو ځل بيا ټينګار وکړ چي د اعتماد جوړونې لپاره مهمه ده چي تور او جايزه لستونه پورته او بانکي زيرمې خلاصې شي تر څو افغانان د بهرنيو مرستو پرته خپل اقتصاد پر پښو ودروي.په بشري مرستو، افغانستان ته د ازاد تګ راتګ او افغانانو ته د نړۍ په هره برخه کي د قونسلي خدماتو رسيدل هم مهم موضوعات وو چې بحث ورباندې وشو.
دا چي د افغانستان پر بانکونو زیاتره محدودیتونه لیري شوي او معاملات ورته اسانه شوي یو مثبت پرمختګ وبلل شو.همدارنګه دواړو لوریو د دا ډول ناستو، تفاهم او تعامل په دوام ټینګار وکړ.