۲۷ ذُو ٱلْقَعْدَة ۱۴۴۳

‏د افغانستان اسلامي امارت د متحده عربي اماراتو حکومت او ولس ته د ښاغلي الشيخ محمد بن زايد آل نهيان د دولت د رئيس په توګه د ټاکنې په مناسبت مبارکي وايي.

‏او د الله تعالی څخه ورته په خپله سپارل شوې دنده کښې توفيق او بريا غواړي، او هيله کوي چي د نوموړي تر قيادت لاندي متحده عربي امارات لا هم د امن، سوکالۍ او پرمختګ څخه برخمن شي.‏متحده عربي امارات تل د افغان ولس تر څنګ درېدلی او په سختو حالاتو کي يې د مرستې لاس ورغځولی دی، د افغانستان اسلامي امارت د تل په څير د ورور هيواد سره د ښو اړيکو غوښتونکی دی.

MFA _Afghanistan

Read Previous

‏په خواشيني سره مو خبر تر لاسه کړ چې د متحده عربي اماراتو د دولت رئیس خلیفه بن زاید آل نهیان نن په حق ورسيد, انالله وانا الیه راجعون.

Read Next

‏د ا.ا.ا د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ یو لوړپوړی پلاوی د م.ع.ا د پخواني رئیس “شیخ خلیفه بن زاید آل نهیان” د وفات له کبله نن د م.ع.ا پلازمېنې ابوظبۍ ته رسېدلی او د تعزیت وړاندې کولو په پار یې د نوموړي له ځای ناستي”شیخ محمد بن زاید آل نهیان” سره کتلي.

Leave a Reply