‏د افغانستان اسلامي امارت د هندوستان د هغې پریکړې هرکلی کوي چې یو ځل بیایې په کابل کې خپل سفارت ته دیپلوماتان او کاري ټیم را واستول او غواړي چې د افغان ولس سره خپلو اړیکو او بشري مرستو ته ادامه ورکړي.

‏افغانستان ته د هندوستان د دیپلوماتانو راتګ او سفارت بیا فعالول دا په ډاګه کوي چې په افغانستان کې خوندي چاپيریال را منځته شوی دی او د هر ډول سیاسي او دیپلوماتیکو حقوقو درناوی یې کیږي.‏د افغانستان اسلامي امارت ټولو شته سفارتونو ته ډاډ ورکوي چې ددوی د سفارتونو امنیت ته به د نړیوالو دیپلوماتیکو اصولو سره سم پاملرنه کیږي.

اسلامي امارت پر نورو هیوادونو هم غږ کوي چې په افغانستان کې خپل دیپلوماتیکو مراکزو ته راشي او خپل سفارتونه خلاص کړي.

MFA _Afghanistan

Read Previous

‏د بهرنیو چارو وزیر محترم مولوي امیرخان متقي او افغاني شیوخو کرامو د یاد وزارت په ستورې ماڼۍ کې د مجمع الفقه الاسلامیه نړیوالې ټولنې له مشر، ورسره د بېلا بېلو هیوادو علماوو، د اسلامي همکاریو د سازمان له مرستیال او په کابل کې سفیر او استازو ناسته ترسره شوه.

Read Next

‏د افغانستان اسلامي امارت او د امریکا متحده ایالاتو ترمنځ د مخامخ تفاهم او مثبتو اړیکو په پایله کې د ګوانتنامو مظلوم بندي اسدالله هارون د خلاصون هرکلی کوو او دا پرمختګ د دوو اړخيزو اړيکو د پراختيا پر لور يو مثبت او ګټور ګام بولو.

Leave a Reply