۰۶ شَوَّال ۱۴۴۵

د افغانستان د بهرنیو چارو نن په دوحه کې د افغانستان لپاره د آلمان له سفیر ښاغلي مارکوس پوتزل سره وکتل.

دواړو لورو د افغانستان پر روان وضعیت، بشري مرستو او د روغتیايي کارکوونکو او ښوونکو د معاشونو د ورکړې په اړه خبرې وکړې. پوتزل له اسلامي امارت څخه د خوندي تګ راتګ په برخه کې له همکارۍ مننه وکړه، د دوه اړخیزو اړیکو پر لا پیاوړتیا او د بشري مرستو پر دوام یې ټینګار وکړ.