۲۷ ذُو ٱلْقَعْدَة ۱۴۴۳

د افغانستان د وضعيت په اړه د م. م د امنيت شورا د اعلاميې په تړاو د ا. ا. ا د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه

د ١٤٠١ د غبرګولي ٤

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت پداسې حال کې چې د افغانستان د بانکدارۍ او مالي سیستم بیا رغول او له افغانانو سره د بشري مرستو په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړو هېوادونو د پرېکړې هرکلی کوي او دا یې د افغانستان له خلکو سره د مرستې لپاره یو مهم ګام بولي، د امريکا پر متحدو ايالاتو يو وار بيا غږ کوي چې د افغانستان کنګل شوې شتمني پرته له کوم قيد او شرط څخه آزاده او هر ډول اقتصادي محدوديتونو لیري کړي.

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت همداراز د افغان ښځو د حقوقو په اړه د امنيت شورا په اعلاميې کې ذکر شوې اندېښنې له واقعيته لرې بولي او د افغانانو د منل شویو دیني او کلتوري لارښوونو په چوکاټ کې د ښځو، ماشومانو او لږکیو د بشپړو حقوقو د تأمین په برخه کې پر خپله ژمنه یو ځل بیا ټینګار کوي.

څرنګه چې د افغانستان خلک اکثریت مسلمانان دي، د افغانستان حکومت د اسلامي حجاب رعایت د ټولنې له دیني او کلتوري ارزښتونو او د اکثرو افغان میرمنو د آرمانونو سره سم ګڼي، او ټینګار کوي چې پر افغان ولس د اسلامي ټولنې د مذهبي او کلتوري عقیدې سره په مخالفت کې هیڅ هم نه دي تحمیل شوي.

د افغانستان اسلامي امارت په داسې حال کې چې د ولسونو دیني ازادۍ ته درناوي او د خبرو له لارې د ستونزو پر حل باور لري، په ورته وخت کې د نړۍ له هېوادونو څخه توقع لري چې د افغاني ټولنې له عيني واقعیتونو په سم درک سره، د افغانانو دیني او کلتوري ارزښتونو ته درناوی وکړي او د ځینو رسنیو د مغرضو او تخریبوونکو راپورونو او د د اسلامي امارت د مخالیفینو د تبلیغاتو پر بنسټ قضاوت ونکړي.

MFA _Afghanistan

Read Previous

‏نن د م. م. د بشري حقونو د شوری ځانګړي راپور ورکونکي ريچارډ بنيټ د ا. ا. ا. د بهرنيو چارو وزير محترم مولوي امیر خان متقي سره وکتل.

Read Next

د م. م د امنیت شوری د څارونکې ډلې د راپور په اړه د ا.ا.ا د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه

Leave a Reply