Ministry of Foreign Affairs of Afghanistan

۲۴ جُمَادَىٰ ٱلْأُولَىٰ ۱۴۴۵

د اوکراين د کړکېچ په تړاو د ا. ا. ا. د بهرنیو چارو وزارت اعلاميه

د افغانستان اسلامي امارت په اوکراين کې وضعيت له نژدې څاري او د احتمالي ملکي تلفاتو په اړه اندېښنه څرګندوي.
اسلامي امارت له ښکېلو لوريو د زغم غوښتنه کوي. ټولو لوريو ته پکار ده چې له داسې دريځونو ډډه وکړي چې د جګړې د شدت لامل کېږي.
د افغانستان اسلامي امارت، د خپل بې‌طرفه بهرني سياست له مخې، د جګړې له لوريو غوښتنه کوي چې روان کړکېچ د خبرو اترو او سوله‌ييزو لارو چارو څخه اوار کړي.
دغه راز د بهرنیو چارو وزارت د جګړې له اړخونو هيله کوي چې په اوکراین کې د افغان محصلینو او مسافرو ژوند ته پاملرنه وکړي.

Read Previous

‏نن د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیر خان متقي او د اوبو او بریښنا سرپرست وزير ملا عبد اللطيف منصور د ايران اسلامي جمهوريت خاص استازي حسن کاظمي قمي سره ليدنه وکړه.

Read Next

‏د ا.ا.ا اوکراين کې د مېشتو افغانانو او محصلينو خونديتوب په اړه اندېښمن دی

Leave a Reply