۰۸ شَوَّال ۱۴۴۵

د ا.ا.ا دبهرنيو چارو وزير محترم مولوي امير خان متقي سره په کابل کي د پاکستان سفیر ښاغلي منصوراحمدخان وکتل.

په دې لیدنه کي د تجارت په پراختيا او د هند هیواد د مرسته شویو غنمو د انتقال په اړه د لازمو اسانتياو په رامينځته کولو خبري وشوي. ښاغلي سفیر وویل چي پاکستان حکومت دخپل هیواد له لارې هندي مرسته شویو غنمو ته اجازه ورکوي چی په افغاني موټرو کي افغانستان ته ولیږدول شي د بهرنیو چارو وزیر د پاکستان هیواد د دې اقدام هرکلی او مننه کړه.