۰۶ رَبِيع ٱلْأَوَّل ۱۴۴۴

‏د ا.ا.ا دمعدن او پټرولیم وزیر محترم شیخ شهاب الدین دلاور صاحب په چین کې د مس عینک پروژې د چینايي دولتي قراردادي کمپنۍ له استازي سره وکتل.

په دغه ناسته کې د مس عینک پروژې د عملي چارو د پیلولو په اړه اوږدې خبرې وشوې،شیخ دلاور صاحب وویل د مس عینک پروژې د عملي چارو د پيلولو لپاره ‏په افغانستان کې ټول شرایط اماده شوي دي، هغه ټینګار وکړ چې پرته له ځنډه دي د یادي پروژې چارې پیل شي.
دغه راز شیخ دلاور صاحب ګڼ موارد یاد کړل چې د مس عینک پروژي ایم سي سي کمپنۍ دي د لیکل شوي قرارداد لمخې اجرآت وکړي او عملی لړۍ دې پیل شي.
شیخ دلاور صاحب وویل، هر هغه څه چې د‏قرارداد په متن کې راغلي دي اسلامي امارت ورته ژمن دی، هغه وویل د معدن-اطلاعاتو و کلتور وزارتونه په ګډه په یوه میکانیزم کار کوي تر څو د مس عینک کان په څنډه کې پراته تاریخي ابدات خوندي ځای ته انتقال کړي او د استخراج په مخ کې موانع لمنځه یوسي.
د مس عینک قراردادي کمپنۍ استازي وویل،‏په افغانستان کې د نوي حکومت په راتګ سره زمینه برابره شوه چې د قرارداد شوې پروژې عملي چارې پيل کړو، ده زیاته کړه چې په لنډ وخت کې به یو با صلاحیته تخنیکي او اقتصادي ټيم کابل ته ولیږي تر څو هغه موارد وڅېړي چې د پروژې تر پیلولو وړاندي ورته د څېړلو اړتیا ده.‏د ایم سي سي کمپنۍ استازي غوښتنه وکړه چې د افغانستان نوی حکومت دي د چینايي پانګوالو لپاره د یو میکانیزم لمخې هغوی ته د پانګونې زمینه برابره کړي تر څو چینايي سوداګر وکولای شي په افغانستان کې د اقتصادي پروژو په پیلولو سره پانګونه وکړي.

MFA _Afghanistan

Read Previous

‏پرون د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي د ایران اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر محمد حسین امیر عبداللهیان سره په چین کې وکتل.

Read Next

‏د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي د ازبکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنۍ پانګونې وزیر ښاغلي سردار عمرزاکوف سره په چین کي وکتل.

Leave a Reply