د ا. ا. ا. د بهرنيو چارو وزير مولوي امير خان متقي او د ماليې وزير ملا هدايت الله بدري د تاشکند سفر په وروستۍ ورځ په بهرني سیاست کې د ازبکستان د ولسمشر ځانګړي استازي عبدالعزيز کاملوف او د افغانستان لپاره د ازبکستان د ولسمشر ځانګړي استازي عصمت الله ايرکاشوف ترمنځ ليدنه وشوه.

په سر کې د بهرنيو چارو وزير د ازبکستان له حکومته مننه وکړه چې د افغانستان په اړه يې په تاشکند کې بريالۍ نړيواله ناسته رابللې وه او ناسته يې ګټوره وبلله. متقي صاحب وويل، ا. ا. ازبکستان سره نژدې اړيکې لري او هيله يې څرګنده کړه چې ازبک لوری افغان سوداګرو ته لازمې اسانتياوې برابرې کړي ترڅو دوه اړخيزه سوداګري او ترانزيت لا وده وکړي.
ښاغلي کاملوف وويل، ازبکستان لپاره د افغانستان امنيت او ثبات مهم دی او افغانستان په سيمه‌ييز اقتصادي اتصال کې مهم رول لوبولای شي. ازبک لوري زياته کړه چې افغانستان سره يې سياسي او سوداګريزې اړيکې مهمې دي او د اړيکو لا پراختيا ته به يې هڅې کوي.  هېواد به يې په هر نړيوال فورم کې د افغانستان د حکومت او ولس تر څنګ ولاړ وي.
ښاغلي کاملوف تاشکند کې د افغان پلاوي ګډون مهم وباله او د بهرنيو چارو وزير وينا يې پر واقعیتونو ولاړه وبلله.
په پای کې دواړو لوريو دوو اړخيزو ناستو دوام مهم وباله.

MFA _Afghanistan

Read Previous

د بهرنيو چارو وزير مولوي امير خان متقي او د ماليې وزير ملا هدايت الله بدري په ترمذ کې د افغانستان د قونسلګرۍ ليدنه وکړه.

Read Next

‏د چین ولسي جمهوریت او امریکا متحده ایالاتو ترمنځ اړیکې د سیمې پر امنیت، ثبات او ښېرازۍ اغېز لري.

Leave a Reply