Ministry of Foreign Affairs of Afghanistan

۲۴ جُمَادَىٰ ٱلْأُولَىٰ ۱۴۴۵

‏د ا.ا.ا د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر محترم مولوي امیر خان متقي سره د یوناما مشرې اغلې دیبورا لاينز او مل هیئت وکتل.

په دغه ناسته کې د افغانستان په بشري وضعیت، خصوصي او بانکي سکتور، پراختیايي پروژو، کاري اسانتیاوو او فرصتونو پر رامنځته کولو دوه اړخیز اوږده بحثونه وشول.‏د بهرنیو چارو وزیر وویل؛ افغانستان یو له وارداتي هیوادونو څخه دی چې پرې لګېدلي بندیزونه د نرخونو د لوړوالي لامل شوي دي باید لیري کړل شي.

دغه راز متقي صاحب زیاته کړه چې نوي حکومت ته د پخوانۍ ادراې څخه د برق او ځینو انکشافي پروژو قرضونه ورپاتي دي ‏چې په اداء کولو یې باید کار وشي او پاته پروژې بشپړي شي.

اغلې لاینز یادونه وکړه چې له نړیوالي ټولنې څخه مو په بشري او پراختيايي برخو کې د شاوخوا ۸ میلیارده ډالرو غوښتنه کړې، د اسیا پراختیايي او نړیوال بانک سره په خبرو بوخت یو تر څو د افغانستان بانکي سیستم پر پښو و دریږي ‏او قراردادیانو ته د نیمه پاتي پروژو د تکمیل لپاره روپۍ ورکړل شي.

د یوناما مشرې خوښي وښوده چې د نوي حکومت له ټولو هغو ارګانونو سره ښه هماهنګي لري چې دوی ورسره کار کوي، په کابل کې جوړ شوی اقتصادي کنفرانس یې ګټور وباله.‏محترم متقي صاحب دملګرو ملتونو د بشري مرستو او نوي حکومت سره د ښو اړیکو ساتلو مننه وکړه او د افغانستان د بیا ابادۍ او اقتصادي تقویې لپاره د دوی هڅې یې رغېدونکې وبللې.

Read Previous

‏نن د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیر خان متقي د ترکيې د بهرنیو چارو له وزیر مولود چاووش اوغلو سره تیلیفوني خبرې وکړې.

Read Next

‏نن د ا.ا.ا د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر مولوي امیر خان متقي سره د برتانيی سفير هيوګي شارتر او مل پلاوي وکتل.

Leave a Reply