۱۷ رَمَضَان ۱۴۴۵

‏د ا.ا.ا د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف سره ولیدل.

په ناسته کې چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر محترم خیر خواه صاحب هم کډون درلود د دواړو ګاونډیو هیوادونو تر منځ پر تجارتي، اقتصادي، او په راتلونکي کې د منځني اسیا او افغانستان ‏تر منځ د اړیکو د لا ژورتیا په اړه خبري وشوې.

ښاغلي کاملوف وویل چې افغانستان کې امنیت او یو والی اوس د منځنۍ اسیا او جنوب اسیا د هیوادونو لپاره یو ښه فرصت دی چې خپل منځي تجارت، انرژي، ترانسپورټ او نورو اقتصادي برخو کې لويې پروژې عملي کړي.‏متقي صاحب ټینګار وکړ چې د نړۍ په چټک بدلیدونکي سیاسي، اقتصادی او امنیتي وضعیت کې باید د سیمې هیوادونه یو پر بل اعتماد زیات کړي، تر څو دغه سیمه د جګړو او سیاسي اختلافاتو له منفي اغیزو څخه وژغورل شي.