۱۵ شَوَّال ۱۴۴۵

د ا.ا.ا د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ یو لوړپوړی پلاوی د م.ع.ا د پخواني رئیس “شیخ خلیفه بن زاید آل نهیان” د وفات له کبله نن د م.ع.ا پلازمېنې ابوظبۍ ته رسېدلی او د تعزیت وړاندې کولو په پار یې د نوموړي له ځای ناستي”شیخ محمد بن زاید آل نهیان” سره کتلي

جلالت مآب شيخ محمد بن زايد د جلالت مآب ملا عبدالغني برادر څخه مننه وکړه چي د فاتحې په مراسمو کي يې ګډون وکړ او ټينګار يې وکړ چي د افغانستان لپاره امن او سوکالي غواړي او هيله لري چي د پخوا په څير د افغانستان سره ټينګي اړيکي او دوه اړخيزه همکاري ولري.