د بهرنیو چارو د وزیر مولوي امیر خان متقي په مشرۍ لوړ رتبه هیئت د امریکا د ځانګړي استازي ټام ویسټ او پلاوي سره چې په ترکیب کې یې د سپنې ماڼۍ، خزانې وزارت، USAID او یو شمیر نورو ادارو لوړ پوړي استازي وو د قطر په مرکز دوحه کې دوه ورځنۍ ناسته تر سره کړه.

په دغه ناسته کې چې د افغانستان بانګ او ماليې وزارت لوړ رتبه مسؤلین شامل وو له امریکايي لوري سره پر ګڼو مهمو سیاسي، اقتصادي او بشري موضوعاتو خبرې وشوې.

د بهرنیو چارو وزیر امریکايي پلاوي ته په خپلو خبرو کې په افغانستان کې د نوي حکومت په راتګ سره د مثبتو تحولاتو په تړاو معلومات وړاندي کړل او د افغانستان وضعیت یې د امنیتي پلوه فوق العاده ښه او مثالي وباله. محترم متقي صاحب د امریکا له وروستۍ ۵۵ میلونه بشري مرستې چې له زلزله ځپلو سره یې اعلان کړې مننه وکړه او یو ځل بیا یې ټینګار وکړ چې د افغانستان کنګل شوې شتمني دې ازاده کړل شي او پر افغانستان لګېدلي بندیزونه دې لیري کړل شي.

د بهرنیو چارو وزیر وویل؛ د افغانستان له نوي اسلامي حکومت سره دې د فشار پر ځای د همکارۍ او مثبت تعامل لار غوره شي تر څو وکولای شو پرمختګونه ولرو.

محترم مقتي صاحب د دوحې تړون ته په اشارې سره وویل چې نوی حکومت پر کړو ژمنو ولاړ دی او هیڅ چاته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د ګاونډیو او د نړۍ د هیوادونو په ضرر استعمال کړي، متقي صاحب د افغانستان سرحدات د حکومت په کنټرول کې او خوندي وبلل.

د امریکا ځانګړي استازي ټام ویسټ په خپلو خبرو کې څرګنده کړه چې غواړي د تعامل لار خپله کړي او په افغانستان کې د ثبات غوښتونکي دي،ښاغلي ویسټ په افغانستان کې د بشري مرستو د رسونې او شفافې توزیع ستاینه وکړه او یو مثبت پرمختګ یې وباله،امریکايي استازې همدا رنګه وویل چي په افغانستان کې د مسلح مخالفت ملاتړ نه کوي او مخالفت یې د افغانستان په زیان وباله.

دغه زار په ناسته کې د امریکا د خزانې وزارت استازې د افغانستان د کنګل شوې شتمني په تړاو د خپل حکومت د عدليې وزارت او قانون پوهانو سره د کړو خبرو اترو یادونه وکړه.

باید وویل شي چې د ترسره شویو دوه ورځنیو ناستو په ترڅ کې د مخدره موادو د مخنیوي، بدیل معشیت، او معتادینو د درملنې په تړاو هم مثبتې او مفصلې خبرې وشوې، د وروستۍ ناستې په پای کې ښکېلو اړخونو له مجلس څخه خوښي وښوده او په راتلونکي کی یې د دغه ډول ناستو په تداوم هوکړه وکړه.

MFA _Afghanistan

Read Previous

‏نن مولوي رحمت‌الحق فُضَیل د بهرنیو چارو وزارت کارمندانو ته رسماً د مالي او اداري معین په توګه وروپېژندل شو. ښاغلی فُضَیل تېره اوونۍ د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ هبةالله اخوندزاده صاحب په حکم د ا. ا. د بهرنیو چارو وزارت د مالي او اداري معین په توګه وټاکل شو.

Read Next

نن د قطر په پلازمینه دوحه کې د ا.ا.ا د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي په مشري لوړ روتبه پلاوي په دوحه کي میشت د افغانستان لپاره تر لسو زیاتو اروپايي هیوادو له استازو او سفیرانو سره غونډه وکړه.

Leave a Reply