‏د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي په مشرۍ د ټرانسپورټ او هوایي چلند سرپرست وزیر ملا حمیدالله اخندزاده، اطلاعاتو او کلتور سرپرست وزیر ملا خېرالله خېرخواه او تخنیکي ټیم د قطر پلازمېنې دوحه کې د دې پړاو مذاکرات په ښه توګه پای ته ورسول.‏

دغو ناستو کې د کابل، مزار شریف، کندهار او هرات هوایي ډګرونو پر نړېوالو معیارونو د عملیاتي خدمتونو عرضې او پراختیا برخه کې ګټورې خبرې وشوې.

افغان پلاوي په دې برخه کې د تېرو تخنیکي بحثونو او پرمختګونو په رڼا کې د یادو هوايي ډګرونو معیاري عملیاتي خدمتونو وړاندې کولو،‏زیربنایي پروژو تطبیق او پراختیا او همدا راز هوایي حریم ټرافیکو د تنظیم خدمتونو برخه کې پر ډیرو موضوعاتو ګټور بحثونه وکړل او د پاتې لاینحله برخو حل په موخه یې خپلې مشخصې غوښتنې او وړاندیزونه قطر – ترک لوري ته وړاندې کړل.‏د مشخصو وړاندیزونو حل او ځواب په اړه به تخنیکي ټیمونه له خپل مشرتابه سره له سلا مشورو وروسته خپل موقف په نږدې ټاکلې موده کې یو له بل سره شریکوي او په رڼا کې به یې پرېکړه کوي.

MFA _Afghanistan

Read Previous

‏تير ماښام د ا.ا.ا بهرنيو چارو او اطلاعاتو او کلتور وزيرانو مولوي امير خان متقي او ملا خیرالله خیرخواه د قطر هيواد د کورنۍ او ټولنيزو چارو پرمختګ وزيرې آغلې مريم المسند او مل هيئت سره وکتل.‏

Read Next

‏د ورستیو سیلابونو له امله د اوښتو درنو ځاني او مالي زیانونو په اړه د تسلیت ترڅنګ له ټولو خیریه بنسټونو، نړیوالو موسساتو او هیوادونو څخه د عاجلو بشري مرستو غوښتنه کوو

Leave a Reply