Ministry of Foreign Affairs of Afghanistan

۱۱ رَبِيع ٱلْأَوَّل ۱۴۴۵

د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیرخان متقي سره ګڼو افغان محصلینو وکتل او خپلې ستونزې یې ورسره شریکې کړې

د ناستې ګډونوالو محصلینو چې شمېر یې لسګونه وو د بهرنیو چارو له وزیر څخه غوښتنه وکړه چې په هند کې د افغان زده کړیالانو د متوقف شویو درسونو د بیا پیل او زده کوونکو سره د او تللو په برخه کې همکاري وکړي، باید وویل شې چې په نړۍ کې د کرونا د خپرېدو له امله د نورو هیوادونو برسېره په هند کې هم د افغان محصلینو درسونه معطل شوي وو چې لا هم په حضوري ډول ندي پیل شوي. د بهرنیو چارو وزیر په خپلو خبرو کې محصلین د هیواد سرمایه وبلل او ډاډ یې ورکړ چې له هرې ممکنه لارې به هڅه کوي تر څو زمینه برابره کړي چې افغان محلصین خپل نیمه پاتې درسونه تکمیل کړي، متقي صاحب څرګنده کړه چې د افغان محصلینو ستونزو ته لاسرسی ورته اولویت لري او په دې تړاو به اړوندو مسؤلینو ته دنده ورکړي چې له هند سفارت سره د محصلینو غوښتنې شرېکې کړي او مشکلاتو ته حل لارې پيدا کړي. د ناستې په پای کي راغلو محصلینو د بهرنیوچارو له وزیر او کارمندانو څخه مننه وکړه چې د ملاقات زمینه یې برابره کړه، غوښتنې یې واورېدې او د حل ژمنې یې ورسره وکړې.

Read Previous

د بهرنیو چارو وزارت په ستورې ماڼۍ کې دیاد وزارت د مالي ادارې معین محترم مولوي رحمت الحق فُضیل صاحب په مشرۍ د وزارت د بېلابېلو ریاستونو ترمنځ د کارونو د بهبود په موخه ناسته ترسره شوه.

Read Next

نن د ا.ا.ا بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین الحاج شیر محمد عباس ستانکزي سره په کابل کې د ایران سفارت مرستیال ښاغلي سید حسن مرتضوي وکتل او په ګڼو مهمو مسائلو یې خبرې وکړې

Leave a Reply