۲۷ ذُو ٱلْقَعْدَة ۱۴۴۳

‏د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیر خان متقي سره په کابل کې د ناروې هیواد سفیر اولي لینډمن او مل پلاوي وکتل.

په دې کتنه کې د افغانستان په فعلي وضعیت، بشري، صحي او اقتصادي برخو کې د شویو پرمختکونو په اړه خبرې وشوې.‏د ناروې سفیر په خپلو خبرو کې وویل: په افغانستان کي ښه امنیت د ټولي نړۍ په ګټه دی.
ښاغلي اولي لینډمن زیاته کړه، د ناروې او افغانستان دوه اړخیزې اړیکې به د ستونزو په هواري کې مهم رول ولوبوي.

محترم متقي صاحب په افغانستان کې د ښه امنیت سره په تړاو وویل چې اوس ښه زمېنه برابره شوې ‏تر څو ټوله نړۍ د افغانستان هر اړخیز لاسنیوی او ملاتړ وکړي.

د بهرنیو چارو وزیر وویل؛ زه په ټولو ږغ کوم چې د افغانستان وضعیت له نژدې وویني تر څو د مغرضو رسنیو او مخالیفینو له لوري په نشرشویو افواهاتو قضاوت ونه کړي او حقیقت په خپله معلوم کړي.‏د ناستې په پای کې دا ومنل شوه چې افغانستان او ناروې هیوادونه به یو له بل سره خپلې اړیکې نژدې پالي او د همکارۍ لمخې به ستونزو ته د حل لار پیدا کوي.

MFA _Afghanistan

Read Previous

‏د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیر خان متقي صاحب سره په کابل کې د او آی سي د فتر رئیس ښاغلي دوکتور محمد سعید آل عیاش وکتل.

Read Next

‏پرون ناوخته د ا. ا. ا. د بهرنيو چارو وزير مولوي امير خان متقي او د افغانستان لپاره د امريکا ځانګړي استازي ټام ويسټ او د ښځو لپاره د امريکا ځانګړې استازې رينا اميري ترمنځ ټيليفوني خبرو کې دواړو لوريو د علاقي وړ موضوعاتو باندې خبرې وکړې.‏

Leave a Reply