۰۹ شَوَّال ۱۴۴۵

د بهرنیو چارو وزارت د سوداګرۍ وزیر حاجي نورالدین عزیزي د افغانستان لپاره د ایران د جمهور رئیس له ځانګړي استازي ښاغلي کاظمي قومي او ورسره مل پلاوي سره وکتل.

په دې کتنه کې پر دوه اړخیزو مسایلو خبرې وشوې. دواړو لورو د اقتصادي، سوداګریزو او پرمختیایي پروژو په اړه نظرونه شریک کړل او د دا ډول غونډو پر دوام یې ټینګار وکړ. دغه راز د دغه سفر په لړ کې بېلابېلې ډلې به د اړوندو وزارتونو له کاري ډلو سره لیدنې ته دوام ورکړي.