‏د بهرنیو چارو وزیر محترم مولوي امیرخان متقي او افغاني شیوخو کرامو د یاد وزارت په ستورې ماڼۍ کې د مجمع الفقه الاسلامیه نړیوالې ټولنې له مشر، ورسره د بېلا بېلو هیوادو علماوو، د اسلامي همکاریو د سازمان له مرستیال او په کابل کې سفیر او استازو ناسته ترسره شوه.

‏د غونډې په پيل کې محترم متقي صاحب راغلو علماءکرامو ته ښه راغلاست او هر کلی ووایه او زیاته يې کړه چې علماء پر اسلامي امت باندي د الله تعالی رحمت دی او په افغانستان کې د اشغال ضد جهاد او د نوي اسلامي نظام حاکمیت د علماوو تر قیادت لاندي راغلی او رهبري کیږي.‏وروسته د یادي ټولني مشر او استازو د اسلامي امارت له تود هرکلي او مېلمه پالني مننه وکړه، په پکتیکا ولایت کې د تيري شپې د زلزلې قربانیانو ته دعا وکړه او د نظام د استحکام او پرمختګ په اړه یې خپلي مشورې شریکي کړې.
همدارنګه د هیواد شیخو کرامو هم په خپل وار سره خبرې وکړې او ټولو په ‏یوه خوله په ټوله اسلامي نړۍ ږغ وکړ چې په افغانستان کې له راغلي اسلامي نظام څخه کامل ملاتړ وکړي او خپلې همکارۍ او اړېکې لا ژورې کړي، دغه راز یې له راغلو مېلمنو علماء کرامو غوښتنه وکړه چې د افغانستان عیني واقعیت او ریښتونی انځور تر نړیوالو ورسوي.‏همدارنګه راغلیو میلمنو او د هیواد شیوخو کرامو د بهرنیو چارو وزارت کي ورته ترتیب شوې ماښامنۍ میلمستیا کي ګډون وکړ.

MFA _Afghanistan

Read Previous

‏نن د بهرنیو چارو وزارت له سیاسي معین الحاج شیرمحمد عباس ستانکزي صاحب سره په کابل کې د پاکستان سفیر ښاغلي منصور احمد خان وکتل او د داړو هیوادونو په دوه اړخیزو اړیکو، روان تجارت، په پاکستان کې د افغان مهاجرینو او یو شمېر اړوند موضوعاتو خبرې وشوې.

Read Next

‏د افغانستان اسلامي امارت د هندوستان د هغې پریکړې هرکلی کوي چې یو ځل بیایې په کابل کې خپل سفارت ته دیپلوماتان او کاري ټیم را واستول او غواړي چې د افغان ولس سره خپلو اړیکو او بشري مرستو ته ادامه ورکړي.

Leave a Reply