‏د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي سره د قطر پلازمېنه دوحه کې د افغانستان لپاره د بریتانیې سفیر ښاغلي هيوګو شارتر وکتل.

د بریتانیې سفیر په افغانستان کې وروستۍ پیښې چې ولسي خلګ په کې په نښه شوي دي وغندل او غم شریکي یې څرګنده کړه.‏دغه راز نوموړي وویل چې د هیواد پالیسې یې داده چې د نوي افغان حکومت په خلاف د وسلوال مخالفت ملاتړ نکوي او نه هم دا ډول اقدامات ګټور بولي.

همداراز ښاغلي شارتر د مخدره موادو د بندېدو د فرمان هرکلی وکړ او یادونه یې وکړه چې له نړیوال بانګ سره په یوه ګډه طرحه کار کوو تر څو‏افغان کروندګرو ته د بدیل معیشت په رامنځته کولو کې همکاري وکړو.

محترم متقی صاحب په مثبتو اړیکو ټینګار وکړ او د دښمن وروستۍ هڅي چي ملکي اهداف په نښه کوي د هغوی د ضعف او له هیواد والو سره د دښمنۍ نښه وبلله.

MFA _Afghanistan

Read Previous

‏د ا.ا.ا د بهرنيو چارو وزير مولوي امير خان متقي د منځنۍ اسيا له سفيرانو او استازو سره وکتل.

Read Next

‏پرون د بهرنيو چارو وزير مولوي امير خان متقي په مشري د ا.ا.ا لوړپوړي هيئت د قطر هيواد د لومړي وزير مرستيال او بهرنيو چارو وزير شيخ محمد بن عبدالرحمن آل ثاني سره وکتل

Leave a Reply