۱۵ شَوَّال ۱۴۴۵

د جاپان د پخواني لومړي وزير، ښاغلي شينزو آبې د ترور له کبله د افغانستان اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزارت د جاپان حکومت او ولس ته د دې پېښې له امله د تسليت مراتب وړاندې کوي.

جاپان له افغانستان سره نږدې اړيکې پاللي دي او د پخوا په شان یې په دې وروستیو کې هم د افغانستان له ولس سره د پام وړ بشري مرستې کړي دي. د افغانستان ولس د جاپان د خلکو لپاره دغه پېښه یو دروند غم بولي او خپله خواخوږي ورسره شریکوي.