Ministry of Foreign Affairs of Afghanistan

۱۱ رَبِيع ٱلْأَوَّل ۱۴۴۵

د رسمي لېدنو کتنو ترتیب

– د بهرنیو سفارتونو او نړیوالو سازمانوو سره د رسمي لیدو او ملاقاتونو تنظیم او ترتیب د بهرنیو چارو وزارت د تشریفاتو عمومي ریاست د ملاقاتونو د ډسک له لاري ترسره کیږي. 

– وزارتونه او نوري اداري چي غواړي په کابل کی میشت له بهرنیو سفارتونو او نړیوال سازمانونو سره رسمي ملاقات وکړي، باید رسمي مکتوب او یا هم د خپلي اداري له رسمي ایمیل له لاري د تشریفاتو عمومي ریاست د ملاقاتونو ډسک ته خبرتیا ورکړي. په مکتوب او یا هم ایمیل کي باید د ملاقات پیشنهادي وخت او تاریخ او د ملاقات موضوع روښانه سوي وي.  ملاقات د تنظیم کیدو څخه وروسته، نتیجه یې له مربوطه اداري سره شریکه کیږي.

– کوم بهرني سفارتونه او نړیوال سازمانونه چي غواړي له داخلي ادارو سره ملاقات وکړي، غوښتني یې د تشریفاتوعمومي ریاست ملاقاتونو ډسک ته راجع کیږي. د ملاقاتونو ډسک یې د کار د چټکتیا په موخه، د رسمي ایمیل له لاري له مربوطه داخلي ادارو سره شریک کیږي. مربوطه اداره مکلفه ده چي د ملاقات د وخت، تاریخ او موقیعت له مشخص کولو څخه وروسته، د ملاقاتونو ډسک ته رسمي خبر ورکړي. کله نا کله، داخلي اداري مستقیمآ بهرنیو سفارتونو او نړیوالو سازمانو ته خبر ورکوي. دا د ملاقات د تنظیم پروسه ګډوډه کوي او اصولو خلاف عمل بلل کیږي.