دغه راز په کتنه کې د افغانستان په فعلي وضعیت، بشري، صحي او اقتصادي برخو کې د شویو پرمختکونو په اړه خبرې وشوې.
د ناروې سفیر په خپلو خبرو کې وویل چې د افغانستان د کنګل شویو پیسو د خلاصون د نظریې ملاتړي دي او زیاته یې کړه چې د پيسو خلاصون او دبندیزونو په لیري کولو سره به د افغانستان بانکي سیسټم او په ټوله کې اقتصادي سکتور وده وکړي.
محترم متقي صاحب د ناروې هیواد څخه مننه وکړه چې له افغانانو سره خواخوږي لري، هغه په افغانستان کې د ښه امنیت سره په تړاو وویل چې اوس ښه زمېنه برابره شوې تر څو ټوله نړۍ د افغانستان هر اړخیز لاسنیوی او ملاتړ وکړي.