۲۷ ذُو ٱلْقَعْدَة ۱۴۴۳

د م. م د امنیت شوری د څارونکې ډلې د راپور په اړه د ا.ا.ا د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د ملګري ملتونو د امنیت شوری د څارونکې ډلې ديارلسم راپور چې پکې ویل شوې په افغانستان کې بهرنۍ ډلې شتون او فعالیت لري، بې بنسټه بولي او په کلکو ټکو یې ردوي.

حقیقت دا دی چې د اسلامي امارت په بیا واکمنیدو سره نړۍ او سیمې ته له افغانستانه د هر ډول ضرر پیښیدو مخه نیول شوې او د افغانستان حکومت له تېرو نهو میاشتو راهیسې هڅه کړې چې د سيمي او نړۍ له هیوادو سره د ښه اعتماد فضاء رامنځته کړي.

د افغانستان اسلامي امارت پر خپلو ژمنو یو ځل بیا ټینګار کوي او ډاډ ورکوي چې هېڅ چا ته به اجازه ورنه کړي چې د افغانستان خاوره د چا پر ضد استعمال کړي.

همداراز غوښتنه لرو چې له مجهولو سرچينوڅخه دي غلط معلو مات نه تر لاسه کیږي، د افغانستان اوسني حکومت ته دي خپل سالم حق ورکړل شي ترڅو امنيت شوری او نورو هيوادونو ته د خپل دائمي نماينده له لارې مخامخ حقايق وړاندې کړي.

MFA _Afghanistan

Read Previous

د افغانستان د وضعيت په اړه د م. م د امنيت شورا د اعلاميې په تړاو د ا. ا. ا د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه

Read Next

نن د افغانستان اسلامي امارت لوړ رتبه پلاوي د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي په مشرۍ د ترکیې هیواد د بهرنیو چارو وزیر محترم چاوس اغلو او یو شمیر نورو وزارتونو له لوړ رتبه شخصیتو جوړ ګډ هیئت سره وکتل.

Leave a Reply