۱۸ جُمَادَىٰ ٱلْأُولَىٰI ۱۴۴۳

نن د ااا بهرنيو چارو وزير محترم مولوي اميرخان متقي د افغانستان لپاره د المان او نيدرلينډ خاص استازو جاسپر وايک او ارنيل ديبونټ، د المان نوماند سفير مارکس پوتزل او مل پلاوي سره وکتل.

په ليدنه کې د المان او نيدرلينډ هيوادونو ګډ هيئت د افغانستان نوي حکومت سره په بشري مرستو او راتلونکي سياسي اړيکو خبرې وکړې، او هم يې ژمنه وکړه چې داسې لارې لټوي ترڅو معليمينو او صحي کارکونکو ته معاشات ورکړي.محترم متقي صاحب له مرستو او له نوي اسلامي حکومت سره مثبت لور ته ګام اخستلو نه مننه وکړه او سپارښتنه يې وکړه چې د معاشاتو برخه کې کوشش وشې چې مرستي مستقيما د مامورينو بانکي حسابونو ته نقل شي ترڅو نور اضافي مصارف ورباندې او ځنډ کي رانشي.

Fazilrabi Zahin

Read Previous

د بهرنیو چارو وزارت د مراجعینو ستونزو او شکایتونو ته د رسیدګۍ خبرتیا

Read Next

د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي معین پېژند غونډه تر سره شوه

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Most Popular