په ملاقات کې د افغانستان او هندوستان تر منځ پر دیپلوماتیکو اړیکو، دوه اړخیز تجارت او بشري مرستو خبرې وشوې. د بهرنیو چارو وزیر د هندوستان د بهرنیو چارو وزارت او حکومت په نمایندګي راغلي لومړني هیئت ته ښه راغلاست وویل او دا یې د دواړو هیوادونو تر منځ یو ښه پیل وباله، او همداراز یې د هندوستان د وروستیو بشري او روغتیا برخو کې کومکونو څخه مننه وکړه او ټینګار یې وکړ چې هندوستان په افغانستان کې باید خپلې درول شوي پروژې له سره پيل کړي، خپل دیپلوماتیک شتون فعاله کړي او افغانانو ته قونسلي خدمات وړاندي کړي خصوصا د افغان محصلینو او ناروغانو لپاره.
د هندوستان هیئت وویل چې دوی د افغانستان سره د پخوا په څیر ښې اړیکې غواړي او خپلو مرستو ته دوام ورکوي.او زیاته یې کړه چې هندوستان به د افغانستان سره په بېلا بېلو برخو کي پر مرستو او کار کولو غور وکړي او لکه څرنګه چې یې په دې وروستیو کې د افغان صادراتو پر مخ خپل سرحدونه او بندرونه خلاص کړي، او صادرات د تیرو کلونو په نسبت زیات شوي، همدې برخه کې به لا اسانتیاوي ورکړي تر څو د افغانستان صادرات لا هم زیات شي او د افغانستان د اقتصاد سره مرسته وکړي.
په غونډه کي پریکړه وشوه چي د دواړو هیوادونو تر منځ به راشه درشه زیاتیږي.