۲۷ ذُو ٱلْقَعْدَة ۱۴۴۳

نن د افغانستان اسلامي امارت لوړ رتبه پلاوي د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي په مشرۍ د ترکیې هیواد د بهرنیو چارو وزیر محترم چاوس اغلو او یو شمیر نورو وزارتونو له لوړ رتبه شخصیتو جوړ ګډ هیئت سره وکتل.

په دې کتنه کي د دواړو هیوادو په دیپلوماتیکو اړیکو، بشري مرستو، مهاجرت او افغانستان ته د ترکیې د هوایي شرکتونو د مسافر وړونکو طیارو د پروازونو په پیل او نورو د علاقې وړ موضوعاتو خبري وشوې. فیصله وشوه چي په کابل او انقره کي دا ډول ناستي دوام پیدا کړي. همدارنګه نن ماښام د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر د افغان پلاوي په درناوي کي میلمستیا کړې وه چی د ترکیې حکومت کن شمیر لوړ رتبه چارواکو هم پکي ګډون کړی و او په ډیره صمیمانه فضاء کي د دواړو هیوادو په اړیکو او اړونده موضوعاتو خبري وشوي.

MFA _Afghanistan

Read Previous

د م. م د امنیت شوری د څارونکې ډلې د راپور په اړه د ا.ا.ا د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه

Read Next

تيره ورځ د افغانستان اسلامي امارت لوړ رتبه پلاوي د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي په مشرۍ د ترکیې د ناورين او بيړني حالاتو مدیریت رئيس ښاغلي يونس سيزر او مل هیئت سره وکتل.

Leave a Reply