په ليدنه کې دوکتور التان وويل چې دوئ تيار دي افغان ولس سره خپلو بشري مرستو ته دوام ورکړي او زیاته یې کړه موږ به د افغانانو مرسته چې ترکيې سره يې د تاريخ په اوږدو کې او څه باندي سل کاله مخکې کړې او سند یې تراوسه راسره پروت دی، هيرې نه کړو. محترم متقي صاحب له دوئ مننه وکړه، او غوښتنه يې وکړه چې زموږ ځوریدلي ولس بلخصوص يتيمانو، کونډو او معيوبينو ته په مرستو کي لومړيتوب ورکړي.