Ministry of Foreign Affairs of Afghanistan

۰۵ رَبِيع ٱلْأَوَّل ۱۴۴۵

نن د افغانستان لپاره د بریطانیا د سفارت شارژد افير هوګو شورټر او مل هئیت د ا.ا.امارت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي سره په دوحه کې وکتل.

د بریطانیې هئیت په افغانستان کې د وروستی زلزلې له امله په ځاني او مالي تلفاتو خپګان او غمرازي څرګنده کړه او زیاته یې کړه چې د زلزله ځپلو لپاره یې په عاجله توګه ۳.۵ ملیون پاونډه مرسته اعلان کړې او په نږدې راتلونکې کې به نورې بشري مرستې هم اعلان کړي. همداراز، د هیواد په عمومي وضعیت، اقتصادي مرستو، تعلیم او نورو سیاسي مسائلو هم تفصیلي خبرې وشوې. د بریطانیا شارژد افیر د دوی له لوري وروستی خپرې شوې اعلامیې ته په اشارې سره وويل چې یاد هیواد په افغانستان کې د خشونت له لارې د سياسي اهدافو په ترلاسه کولو کې د هیڅ چا ملاتړ نه کوي. نوموړي زیاته کړه چې قدم په قدم به د دوه اړخیزو اړیکو بهبود لپاره عملي اقدامات کوي. متقي صاحب د بریطانیا د بشري مرستو له امله مننه وکړه او ټینګار یې وکړ چې د افغانستان د خلکو د هوساينې او پرمختګ لپاره باید په زیربینایی پروژو تمرکز وشي. همدا راز یې د بریطانیا د وروستي موقف هرکلی وکړ چې په افغانستان کې به د کومې جنګي مخالفې ډلې ملاتړ نه کوي. دواړو لوریو د دوه اړخیزو اړیکو په پراختیا او مثبت تعامل ټينګار وکړ.

Read Previous

د بهرنیو چارو د وزیر مولوي امیر خان متقي په مشرۍ لوړ رتبه هیئت د امریکا د ځانګړي استازي ټام ویسټ او پلاوي سره چې په ترکیب کې یې د سپنې ماڼۍ، خزانې وزارت، USAID او یو شمیر نورو ادارو لوړ پوړي استازي وو د قطر په مرکز دوحه کې دوه ورځنۍ ناسته تر سره کړه.

Read Next

نن د قطر په پلازمینه دوحه کې د ا.ا.ا د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي په مشري لوړ روتبه پلاوي په دوحه کي میشت د افغانستان لپاره تر لسو زیاتو اروپايي هیوادو له استازو او سفیرانو سره غونډه وکړه.

Leave a Reply