Ministry of Foreign Affairs of Afghanistan

۲۴ جُمَادَىٰ ٱلْأُولَىٰ ۱۴۴۵

نن د ا.ا.ا بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین الحاج شیر محمد عباس ستانکزي سره په کابل کې د ایران سفارت مرستیال ښاغلي سید حسن مرتضوي وکتل او په ګڼو مهمو مسائلو یې خبرې وکړې

ښاغلي مرتضوي د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو سیاسي او اقتصادي اړیکو په اړه خبرې وکړې او د لا پیاوړتیا په هکله یې خپل اراده وښودله. هغه د دواړو هېوادونو تر منځ پولې ته په اشارې سره وویل، د افغانستان او ایران اړیکې تاریخي سابقه لري، نو اجازه به ورنکړي چې متعصب عناصر د دواړو هېوادونو د حکومتونو او خلکو ترمنځ د اړیکو د خرابولو هڅه وکړي. محترم ستانکزي صاحب د افغانستان له خلکو سره د ایران د همکاریو له امله مننه وکړه او دغه هېواد یې د افغانستان دوست او ورور وباله. هغه د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ د دوستۍ د فضا په رامنځته کولو باندې ټينګار وکړ او په ايران کې د افغان مهاجرينو د بانکي حسابونو د ستونزې د حل او د دواړو هېوادونو د تجارت د ودي لپاره هیلمندي څرګنده کړه.

Read Previous

د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیرخان متقي سره ګڼو افغان محصلینو وکتل او خپلې ستونزې یې ورسره شریکې کړې

Read Next

نن د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیرخان متقي سره د افغانستان لپاره د یوناما د استازولۍ مرستیال او سرپرست مارکس پوتزل وکتل.

Leave a Reply