نن د ا. ا. ا. د بهرنيو چارو وزير مولوي امير خان متقي سره په کابل کې د چين ولسي جمهوريت سفير ښاغلي وانګ يو وکتل.

د چين سفير په سر کې د بهرنيو چارو وزير ته له وروستۍ زلزلې وروسته د چين د بشري مرستو د رسولو په باب معلومات ورکړل. د چين سفير وويل، تر دې دمه د چين د بشري مرستو اته الوتکې کابل ته رسېدلي او په نژدې راتلونکي کې به نورې مرستې هم وشي.
د بهرنيو چارو وزير د چين له بشري مرستو مننه وکړه او د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزارتونو او ګڼو نورو ادارو ترمنځ يې د بشري مرستو او اقتصادي بيارغونې ميکانيزمونو د وروستۍ ناستې د بحثونو او پرمختګونو هرکلی وکړ.
متقي صاحب وویل، مسۇلیت لرو چې د افغانستان او چين ترمنځ د هوا او ځمکې له لارو سوداګرۍ ته وده ورکړو، په ځانګړي توګه پر جلغوزو سربېره، چين ته د افغانستان د زعفرانو، بادامو او انارو د لېږد زمينه هم برابره شي.
چينايي لوري ژمنه وکړه چې د افغانستان اړوندو ادارو سره به کار وکړي تر څو چين ته د افغانستان د وچو او تازه مېوو د صادرولو په برخه کې مرسته وکړي.
په پای کې متقي صاحب چينايي لوري ته ډاډ ورکړ چې هڅې یې دادې تر څو چين ته د افغان توکيو د صادراتو د زياتوالي په موخه اړوند افغان ارګانونه له چينايي لوري سره نژدې او مؤثرې دوه اړخیزې ناستي ولري.

MFA _Afghanistan

Read Previous

‏د قطر په مرکز دوحه کې د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیرخان متقي سره د افغانستان لپاره د جاپان سفیر تاکاشي اوکادا وکتل او پر یو شمېر مهمو موضوعاتو یې خبرې وکړې.

Read Next

‏د بهرنیو چارو وزارت په ستورې ماڼۍ کې دیاد وزارت د مالي ادارې معین محترم مولوي رحمت الحق فُضیل صاحب په مشرۍ د وزارت د بېلابېلو ریاستونو ترمنځ د کارونو د بهبود په موخه ناسته ترسره شوه.

Leave a Reply