۱۷ رَمَضَان ۱۴۴۵

‏نن د ا.ا.ا د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ په چین کې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د ناستې په څنډه کې د ترکمنستان د بهرنیو چارو له وزیر ښاغلي رشید مرادوف سره وکتل.‏په دې ناسته کې د کانونو او پټرولیم وزیر شیخ شهاب الدین دلاور او د اقتصاد وزیر قاري دین محمد حنیف هم حضور درلود.

د خبرو محوري موضوعات ټاپي، ټاپ او د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ سوداګري او دوه اړخیزه همکاري وه.‏د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر څرګنده کړه چې د ټاپې پروژې د عملې چارو د پیلولو تر څنګ د اورګاډي پټلۍ او نورو پروژو چې له افغانستان
څخه تیريږي ورته تیاری لري.

متقي صاحب په عشق اباد کې د افغانستان سفارت کې د نویو دیپلوماتانو د منلو له امله مننه وکړه او ترکمنستان د‏وروستیو بشري مرستو هرکلی یې وکړ. متقي صاحب زیاته کړه چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت به د ټاپي او نورو سترو پروژو د پلي کېدو لپاره د اسانچارۍ لپاره ټولې هڅې په لار واچوي.

د کانونو وزیر شیخ دلاور صاحب ټاپي پروژه حیاتي وبلله او د ځمکې د استملاک په ګډون د پاتې مسایلو‏د حل کولو اړوند یې روانې هڅې جدي وبللې.

د اقتصاد وزیر قاري دین محمد حنیف وويل، اوس هغه وخت راغلی چې د افغانستان ګاونډي او د سیمي هیوادونه د اقتصادي پروژو او دوه اړخیز تجارت ته په وده ورکولو کې سره پوره همکار پاتي شي ‏او زیاته یې کړه چې اسلامي امارت تر نویو تحولاتو وړاندې هم د ټاپي پروژې ملاتړ او د همکارۍ ډاډ ورکړی وو.