په دې ناسته کې د ا.ا.ا د کانونو او پټرولیم وزیر محترم شیخ شهاب الدین دلاور او د اقتصاد وزیر محترم قاري دین محمد حنیف هم حضور درلود.په دې ناسته کې د کابل هوايي ډګر د قرارداد په تړاو د افغانستان او قطر ترمنځ پر شوو پرمختګونه بحث وشو او پر پاتې ټکو په راتلونکي کي د ناستو غوښتنه وشوه.
همداراز په افغانستان کې د ښوونې بهیر او اقتصادي ننګونې د بحث نور محورونه وو.