۰۶ رَبِيع ٱلْأَوَّل ۱۴۴۴

‏نن د بهرنيو چارو وزارت اقتصادي اړیکو رياست په ترکيه کې دافغانستان سفارت پر همکارۍ يو اقتصادي ناسته تر سره کړه.

په دې ناسته کې چې په انلاين ډول تر سره شوه, له تر کيې څخه د نوي رفاه ګوند اقتصادي چارو مشر محمد التوز او یاد هېواد کې د صنعت، زراعت، ساختماني کمپنیو او معادنو برخو کې ‏د بېلابېلو کمپنیو استازو او له افغانستان څخه د بهرنيو، کانونو,سوداګرۍ او صنایعو او مالیې وزارتونو او د سوداګرۍ او صنایعو خونو استازو ګډون درلود.

په ياده ناسته کې د افغانستان پر کانونو,ټرانسپورټ، زراعت، سوداګريز فرصتونو او د صادراتو او وارداتو د انتقال پر لارو خبرې وشوې.‏د دوه اړخیزې پانګونې او سوداګرۍ ودې په موخه دواړو لورو لخوا د ګډ کاري ټیم پر جوړېدو توافق وشو او زیاته یې کړه چې په لوړه کچه به له ترکیې نه با صلاحیته هئیت کابل ته راځي څو افغان سوداګرو او اړوند سکتوري وزارتونو استازو سره له نږدې توافق ته ورسي.

MFA _Afghanistan

Read Previous

‏د ا. ا. ا. د بهرنیو چارو وزارت د قرغزستان او تاجکستان ترمنځ سرحدي نښتې د اندېښنې وړ بولي او پر اوښتو تلفاتو خپله خواشيني څرګندوي.

Read Next

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت وروستۍ پيښي چې د شریرو کړيو له خوا پر مساجدو، تعلیمي مراکزو او نورو عامه ځايونو ترسره شوي دي، د افغان ولس د دښمنانو له خوا يوه دسيسه بولي او د پېښو له قربانیانو سره خپله ژوره غمشریکي ښیي.

Leave a Reply