۱۸ رَمَضَان ۱۴۴۵

‏نن د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر مولوي امیر خان متقي سره د یوناما مشرې اغلې ډیبورا لاینز وکتل.

په دې کتنه کې د افغانستان په هر اړخیز اقتصادي او بشري وضعیت، راغلو مثبتو تحولاتو، بانکي سکتور، د نوي حکومت په لاسته راوړنو او بشري مرستو بحثونه وشول.‏اغلې لاینز وویل؛ د افغانستان کې وضعیت ښه شوی او تیر ته په کتو سره د ناخوالو کچه تر ډيره حده کمه شوې، حالت مخ پر ښه کیدو روان دی او له نوي حکومت سره مو هماهنګي زیاته شوې ده.

محترم متقي صاحب د اغلې لاینز نه مننه وکړه چې د حقیقتونو په درک کولو سره یې په افغانستان کې روان وضعیت ‏او د نوي اسلامي حکومت تګلاره مثبته ارزولې ده او هیله یې وښوده چې د نوي حکومت د پلانونو په پلي کیدو سره به د هیواد هر اړخیز وضعیت په بشپړ ډول مثبته وده وکړي او د ولس اړتیا وي به حل کړل شي.

متقي صاحب وویل؛ دا چې هیواد مو په وچه کې را ایسار دی نو د وارداتو کچه مو لوړه ده،‏لګېدلو بندیزونو د حکومت پر ځای ولس ته زیان رسولی او تجاران مو په اسانۍ راکړه ورکړه نشي کولای.

دغه راز متقي صاحب د م.م د سرمنشي وروستیو څرګندونو ته په اشارې سره وویل چې په افغانستان کې يې د تخریبي ډلو کواښ مخ په زیاتېدو او د بیا منسجم کېدو په تړاو اندېښنې ښودلې دي چې هیڅ حقیقت ‏نلري، او ویې ويل افغانان دغه ډول څرګندونې تشویش اچوونکې، پارونکې او په سملاسي ډول د تخریبي ډلو هڅونه او ورته کمپاین بولي.

متقي صاحب وویل؛ د افغانستان حکومت هیچاته اجازه نه ور کوي چې افغان خاوره د چا په ضرر استعمال کړي.‏په پای کې مجلس مثبت او مؤثر وبلل شو او اغلې لانیز ژمنه وکړه چې د امنیت شورا په راتلونکې غونډه کي به د نوي حکومت لاسته راوړنې، مثبت تحولات او عیني واقعتونه له نړیوالو سره په حقیقي ډول شریک کړي.