په ناسته کې په تجارت، اقتصادي اړیکو، بانکي سکتور، د زدکړو په بهير او دوه اړخيزو همکاریو خبرې وشوې.
متقي صاحب له مالیزیايي پلاوې غوښتنه وکړه چې په افغانستان کې پانګونې لپاره ښه فرست رامنځته شوی دی، نوموړي دغه راز د اسلامي بانکدارۍ تر څنګ له افغانانو سره د تعليمي برسونو او ظرفیت لوړونې په برخه کې د لازمې همکارۍ غوښتنه وکړه.
مالیزیايي پلاوي وویل چې د افغان حکومت سره به ښکيلتيا ته دوام ورکوي او غوښتنو ته د لاسرسي په پار به یې پوره هڅې وکړې، هغوی زیاته کړه چې په دې لټه کې دي چې پرمختګونه رامنځته کړي او له افغانانو سره همکارۍ دوامداره وساتي.