نن د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیرخان متقي سره د پاکستان د سوداګرۍ وزارت معین محمد صالح محمد فاروقي، د انرژۍ وزارت معین راشد محمود او مل پلاوي وکتل.

په ناسته کې د سوداګرۍ پر پراختیا، ټرانزیټ، عبوري نقطو کې موجودو ستونزو پرحل،د ویزو پر تسهیل، د تګ راتګ پر مهال د افغان مسافرو د ستونزو پر هواري او دیته ورته موضوعاتو خبرې وشوې.
محترم متقي صاحب د اسلامي امارت د اقتصاد محوره پالیسۍ لمخې د سوداګرۍ، ټرانزیټ او همدا راز د دواړو هیوادونو ترمنځ د همکاریو پر اهمیت خبرې وکړې.

د پاکستان د سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي فاروقي د اسلامي امارت سوداګرۍ، مالیې او اړوند وزارتونو سره له شویو مجلسونو خوښي وښوده او ژمنه یې وکړه چې افغان سوداګرو ته به پاکستان کې د سوداګرۍ او ټرانزیټ برخه کې اسانتیاوې برابروي. نوموړي ټینګار وکړ چې د دواړو هیوادونو ترمنځ اقتصادي پراختیا لپاره باید د متقابل احترام او تسهیلاتو برابرولو په برخه کې د ګډې همکاهنګۍ لمخې کار وکړای شي.

دغه ناسته کې د پاکستان د انرژۍ وزارت معین ښاغلي راشد محمود و ویل چمتو یو له افغان پانګوالو سره په ګډه افغانستان کې د برېښنا پر تولید پانګونه وکړو او راتلونکي کې دغه برخه کې د ډبرو سکارو پرځای مستقیما له افغانستان نه برېښنا را وارده کړو.

په پای کې د بهرنیو چارو وزیر متقي صاحب یاد پلاوي ته ډاډ ورکړ چې اسلامي امارت نه یواځې پاکستان بلکې ټولو ګاونډیو، د سیمې هیوادونو او نړیوالو ته افغانستان کې د پانګونې په برخه کې هر ډول اسانتیاوې برابروي. همدا راز یې د اسلامي امارت پالیسي واضح کړه چې چمتو یو افغانستان د سیمې پر ټرانزیټي هب یا مرکز بدل او د شاخوا پرتو هیوادونو او ولسونو لپاره د ګټې او ښېرازۍ سبب شي.
متقي صاحب د مسافرو په تګ راتګ تجارت او د صادراتو او وارداتو په برخه کي د تسهیلاتو پرابرولو ته د جدي پاملرني غوښتنه وکړه او دواړو لوریو موافقه وکړه چي په دې اړه به لازیاته توجه کوي او همکاري به زیاتوي.

MFA _Afghanistan

Read Previous

پرون د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیرخان متقي سره په کابل کې د ایران سفیر ښاغلي بهادر امینیان وکتل.

Read Next

‏نن د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیرخان متقي سره په کابل کې د قطر نوي ټاکل شوي مرستیال سفير ښاغلي سعيد العيده وکتل.

Leave a Reply