‏نن د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیرخان متقي سره په کابل کې د قطر نوي ټاکل شوي مرستیال سفير ښاغلي سعيد العيده وکتل.

په ناسته کې و نوي مرستیال سفیر ته محترم متقي صاحب ښه راغلاست ووایه او د ښه ماموریت د ترسره کولو هيلمندي يې وښوده.‏دغه راز په ناسته کې دواړو لورو د افغانستان-قطر پر اړیکو خبرې وکړې او د لا پياوړتيا لپاره یې هوډ او حسن نیت څرګند کړ.

همداراز په ناسته کې په افغانستان کې د پانګونې، زراعت، معدنیاتو، بریښنا تولید، اتصال او ګڼو نورو انکشافي پروژو په تړاو خبرې وشوې.‏په پای کې دواړو لورو هیله څرګنده کړه چې په راتلونکې کي یو له بل سره د ګډې هماهنګۍ او همکارۍ له لارې پرمختګونه رامنځته کړي.

MFA _Afghanistan

Read Previous

نن د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیرخان متقي سره د پاکستان د سوداګرۍ وزارت معین محمد صالح محمد فاروقي، د انرژۍ وزارت معین راشد محمود او مل پلاوي وکتل.

Read Next

نن د بهرنیو له وزیر مولوي امیرخان متقي سره په کابل کې د اروپايي اتحادیې د استازولۍ شارژده پیر ارنوټ پاول وکتل او پر ګڼو مهمو موضوعاتو یې خبرې وکړې.

Leave a Reply