۲۷ ذُو ٱلْقَعْدَة ۱۴۴۳

‏نن د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین الحاج شیر محمد عباس ستانکزي په کابل کې د جمعیت اصلاح ټولنې له مشر او غړو سره وکتل.

دغه ناسته چې د جمعیت اصلاح ټولنې په مرکز کې ترسره شوه پکې د یادې ټولنې د مشر دکتور محمد مزمل اسلامي تر څنګ ګڼ نور غړې علماء کرامو، د پوهنتونو استادانو،لیکوالانو ‏او متخصصینو ګډون لاره.
د غونډې په پیل کې محترم دکتور محمد مزمل اسلامي له ستانکزي صاحب څخه د وخت ورکولو له امله مننه وکړه او د خپلې ټولنې د فعالیت په اړه چې په بېلابېلو برخو کې ترسره کړي وو معلومات شریک کړل.
محترم دکتور اسلامي په خپلو خبرو کې د اسلامي امارت په ملاتړ ټینګار وکړ‏او د همدې نظام هر اړخیزه تقویه یې فرض وګڼله او زیاته یې کړه چې د حاکم نظام بدیل نلرو، نوموړې په ټولو افغانانو ږغ وکړ د اسلامي امارت تر چتر لاندي د هیواد د بیا ابادۍ لپاره هر اړخیزې هڅې ترسره کړي.
همداراز محترم ستانکزي ستانکزي صاحب د جمعیت اصلاح ټولنې له مشر او غړو مننه وکړه چې
‏په تعلیمي، فرهنګي او صحي برخو کې ولس ته خدمات وړاندي او د هیواد ګڼ کادرونه یې د خپلې ټولنې په محتوا کې د هیواد د ترقۍ په موخه سره را یو ځای کړي دي.
محترم ستانکزي صاحب وویل؛ لکه څرنګه مو چې د الله تعالی په نصرت نظامي ډګر فتحه کړ اوس وخت رارسېدلی چې په پور مېړانه او اخلاص په سیاسي،‏اقتصادي، او تعلیمي ډګرونو کې هم افغانستان د بریا تر منزله ورسوو.
ستانکزي صاحب د یادې ټولنې له مشر او غړو وغوښتل چې د عامه ذهنیت د تنویر، تعلیمي پراختیا او اجتماعي رفاه لپاره خپلې هلې ځلې لا ګړندۍ کړي او ډاډ یې ورکړ چې نوی حکومت به یې په پوره ډول غوښتنو ته به یې لاس رسی کوي.

MFA _Afghanistan

Read Previous

د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیر خان متقي سره په کابل کې د یوناما مشرې اغلې ډیبورالاینز او مل پلاوي وکتل.

Read Next

د بهرنیوچارو له وزیر مولوي امیرخان متقي سره د اغاخان بنسټ ځانګړي استازي علی اکبر پسناني او مل پلاوي وکتل او پر یو شمېر مهمو موضوعاتو یې خبرې وکړې.

Leave a Reply