۲۷ ذُو ٱلْقَعْدَة ۱۴۴۳

‏نن د بهرنیو چارو وزارت له سیاسي معین الحاج شیرمحمد عباس ستانکزي سره په کابل کې د ایران سفیر ښاغلي بهادر امینیان وکتل.

په ناسته کې د افغان مهاجرینو، مخدره توکو، معتادینو او دوه اړخیزو همکاریو په باب خبرې وشوې.
ایراني سفیر د امیرالمؤمنین حفظه الله د مخدره موادو د بندېدو د فرمان ‏هرکلی وکړ او زیاته یې کړه چې حکومت یې چمتو دی چې د افغان بزګرو سره د بدیل معیشت په برخه کې لازمې همکارۍ وکړي.
ستانکزي صاحب له ایران سره له مثبتو اړیکو او پرمختګونو خوښي وښوده او د لازیاتو همکاریو ډاډ یې ورکړ.
ستانکزي صاحب له ایراني سفیر څخه وغوښتل چې د ایران حکومت دې نور هم ‏د افغان مهاجرینو سره رویه نرمه او بشردوستانه تسهیلات ورته برابر کړي تر څو په ایران کې میشت افغان مهاجرین له ستونزو سره مخامخ نشي.
دغه راز ستانکزي صاحب هیله څرګنده کړه چې ایراني لوری افغانانو ته د ویزو د ورکړې بهیر لا ګړندی کړي او تلونکو افغانانو ته د تګ قانوي اسانچارې برابرې کړي.

MFA _Afghanistan

Read Previous

‏نن د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیر خان متقي سره د ازبکستان د ملي امنيت شورا سلاکار او په خارجي سياست کې د ولسمشر خاص استازي ښاغلي عبدالعزیر کاملوف او د افغانستان لپاره د ولسمشر ځانګړي استازي عصمت الله ایرګاشوف او مل پلاوي وکتل.

Read Next

‏د ا.ا.ا د بهرنیو چارو وزارت د انګلستان د هغه دریځ هرکلی کوي چي د افغان حکومت د وسلوال مخالفت ملاتړ نه کوي او له اسلامي امارت سره تعامل ته ترجیح ورکوي.

Leave a Reply